تازه خبرونه
افغان والدین دې خپل ماشومان ښوونځيو ته چمتو کړي – یونیسف
د افغانستان په سړو سیمو کې د ښوونیز کال د پیلېدو په درشل کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له افغان والدینو وغوښتل، چې خپل وړ ماشومان ښوونځيو ته چمتو کړي.
يونيسف نن (د مرغومي ٢١ ) ټويټ کړی، چې ټاکل شوې په دوه راتلونکیو ورځو کې د افغانستان د سړو سیمو ټول ښوونځيي د زدکوونکیو پر مخ پرانيستل شي.
ملګرو ملتونو دا هیله هم څرګنده کړې، چې د نجونو په ګډون ټول زدکوونکي به وکولی شي د افغانستان په سړو سیمو کې خپلې زدکړې روانې وساتي.
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د پوهنې وزارت څرګنده کړې، چې د سړو سیمو د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره ټولې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان تېره اوونۍ رویټرز ته ویلي؛ د هېواد ټول ښوونځي به د ټولو هلکانو او نجونو پر مخ خلاص وي.
عزیز احمد ریان زیاته کړې: د نجونو لپاره ځانګړي شرایط په پام کې نیول شوي؛ ښځینه زدکوونکي له هلکانو څخه بېل دي او یوازې به ښځینه ښوونکي ورته تدریس کوي.
ملګرو ملتونو تېره اوونۍ د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له سپارښتنې، چې د نجونو د لیسو ټول ټولګي به بیا پرانیستل کیږي؛ هرکلی کړی دی.