تازه خبرونه

افغان ولسمشراشرف غني ملي شورا ته تاریخي وینا وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر د ۱۳۹۵ لمریز کال  د غویی په ۶ د دوشنبې په ورځ ملي شورا ته په تاریخي  وینا کې وویل؛ نور له پاکستان څخه دا غوښتنه نه لري، چې وسلوال طالبان دې د سولې میز ته حاضر کړي.

نوموړي همدا راز وویل؛ هغو کسانو، چې د افغانانو په وړاندې یې ظلم کړی او دا مهال په زندان کې د بند شپې تېروي، ور سره به قانوني چلن تر سره شي.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړه، چې ډېر ژر به ولسي جرګې ته د دفاع وزیر او ملي امیت لوی رییس وروپېژندل شي او د سرپرستۍ دود به پای ته ورسوي.  

ولسمشر غني په کابل کې د تېرې اوونۍ موټر بم برید یو غیر انساني برید وګاڼه او وایي، چې په دې برید کې وسلوالو طالبانو د افغانانو په وژنه لاس پورې کړ.

هغه زیاته کړه، چې نور؛ نو د ملي عفې وخت پای ته رسیدلی دی.

ولسمشر د هېواد د امنیتي حالاتو په اړه د ملي شورا غړیو ته څرګنده کړه، چې همدا اوس په ۱۵ ولایتونو کې افغان ملي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې دي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ له هغو ډلو سره خبرې کوو، چې سولې ته حاضر دي؛ جنګ او شر نه غواړي.

هغه دغه راز په ډاګه کړه، چې ترهګر ښه او بد نه لري؛ د طالبانو او حقاني ډلې پټنځیونه په پاکستان کې دي؛  له پېښور او کویټې څخه د رهبرۍ ملاتړ لري.

هغه وویل؛ مونږ له هغه چا سره سوله کوو، چې له افغان وژنې لاس واغلي او د خبرو میز ته کښیني.

د هغه په وینا؛ داعیش، القاعده او طالبان به خپلې هیلې خاورو ته یوسي.

ولسمشر اشرف غني دا ډاډ هم څرګند کړ، چې په هېواد کې د اصلاحاتو بهیر روان دی؛ د فساد تر سره کوونکي ملي خاینین دي.

 هغه فساد ته په نغوته کې وویل، امنیتي بنسټونه به مو غیر سیاسي شي .

افغان ولسمشر له ملي شورا څخه هم د همغږۍ غوښتنه وکړه او له هغو  یې وغوښتل، چې له حکومت سره ودریږي.

 

Trending

Exit mobile version