روغتيا
افغان ولسمشرحامد كرزي ومنله، چې اداري او امنيتي چارې نيمگړې دي
افغان ولسمشر حامد كرزي د بي بي سي ټلويزيون له نړيوالې شكبې سره په ځانگړې مركه كې ويلي، چې:
د استاد برهان الدين رباني له ترور وروسته له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې ستونزمنې شوي.
ولسمشرټينگاركړى، چې:
كه د وسله والو طالبانو ادرس مشخص شي؛ نو دوى به ور سر خبرې وكړي.
هغه د امنيت نشتوالى په افغانستان كې يوه لويه ستونزه بللې او وايي، چې:
د لس كلونو په تېرېدو افغان دولت او نړيواله ټولنه د امنيت په تينگښت كې پاتې راغلي دي.
هغه زياته كړې، چې:
نړيوالې ټولنې د افغان پوځ د پياوړتيا او روزنې په برخه كې، چې د افغانستان د ثبات لپاره اړين ول، په وخت د پام وړ گامونه پورته نكړل.
د افغانستان ولسمشرحامد كرزي ټينگار كړى، چې:
مونږ د روزنې په برخه كې ښه كارونه وكړل، په روغتيايي برخه كې ډېر پرمختگونه شوي، اقتصادي برخه له ستونزو سره – سره ښه ده، خو د امنيت په ټينگښت كې پاتې راغلو، چې دا زمونږ او زمونږ د ملگرو كمزوري ښيي.
افغان ولسمشر وايي، چې:
په افغانستان كې د ناامنيو ريښې په بهركې دي او پر بهرنيو ځواكونو بريدونه هم له افغانستان څخه بهر پلان كيږي.
نوموړى وايي:
په ټوليزه توگه پاكستان بايد خپل تگلورى بدل كړي. پاكستان د افغانستان او طالبانو په وړاندې ځانگړى سياست لري او طالبان د پاكستان له ملاتړ پرته هيڅ كار هم نه شي كولى.
حامد كرزي په بشپړ ټينگار څرگنده كړې، چې:
طالبان افغانان دي- يو افغان او يو ورور. زه غواړم، چې د دغه افغان ورور ادرس معلوم كړم. د استاد رباني له وژنې وروسته ثابته شوه، چې ثابت ادرس نشته. هر وخت، چې ادرس پيدا شو او طالبانو باوري سړى راوليږه ؛ نو كولى شو، چې له يوه افغان څخه بل افغان ته پيغام وليږدوو او خبرې ور سر پيل كړو.
دحامد كرزي په باوردوى په تېرو لس كلونو كې د فساد په مخنيوي كې هم پاتې راغلي، چې اصلي لامل يې بهرني هېوادونه دي.
هغه د لومړي ځل لپاره منلې، چې په دوه زره څوارلسم كال كې به له قدرت څخه گوښه كيږي او د ځاى ناستې لپاره يې هم ځيني گامونه اخيستي دي.
افغان كارپوهان د ولسمشر د څرگندونو په اړه بېلابېل نظرونه لري:
د سياسي چارو كارپوه سيد مسعود د امنيت په راوستو كې د افغان دولت او نړيوالو ځواكونو د پاتې راتلو لامل د دواړو خواوو ترمنځ د همغږى نه شتون بولي.
د سياسي چارو كارپوه احمد سعيدي بيا د پاكستان په اړه د افغانستان پرسياست نيوكه كوي او وايي، چې:
افغانستان تل د پاكستان په باب له تكتيكې سياست كار اخيستى دى.
دا څرگندونې په داسې حال كې راپورته كيږي، چې روان كال د افغانستان لپاره مهم او برخليك جوړونكى كال نومول شوى دى.
په دغه كال كې به د بن دوه يم كنفرانس او د امنيتې مسووليتونو دوه يم پړاو تر سره شي.
د چارو څارونكي په دې باور دي، چې افغان ولسمشر هڅه كوي نړيوالې ټولنې ته يقين وركړي، چې د گاونډ هېوادونو او په خاص ډول د پاكستان لپاره يې ځانگړى سياست خپل كړى دى.