سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشرحامد کرزي د شمالي وزیرستان پنا اخیستونکیو ته د مرستې غږ وکړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشرحامد کرزي له هغو کورنیو سره د مرستې غوښتنه کړې، چې د شمالي وزیرستان له جګړو څخه د افغانستان په جنوبي سیمو کې پناه شوي دي.

ولسمشرکرزي په یوه راډیویې پیغام کې ویلي، چې؛ اړوند دولتي ادارو ته یې سپارښتنه کړې، چې دغو بې ځایه شویو کسانوته د روغتیایې خدمتونو او نورو مرستو په رسولو کې هڅه وکړي.

ولسمشرکرزي وویل، دغو کورنیو په خپله سیمه کې د امنیتي ستونزو له کبله د خوست ولایت ته پناه وړې ده او د خوست خلکو له هغو سره د ستایلو وړ مرستې او میلمه پالنه کړې ده.

هغه هیله وښوده چې؛ د پکتیا او پکتیکا خلک هم له دغو بې ځایه شویو سره مرستې وکړي.

د ځینو څرګندونو له مخې تر دې دمه څه ناڅه ۶۵ زره کورنۍ خوست ته راکډه شوي، چې هراړخیزو مرستو ته اړ دي.

Trending

Exit mobile version