تازه خبرونه
افغان ولسمشر اشرف غني ایران ته رسیدلی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې ایران ته رسیدلی او غواړي له هند او ایران سره د چابهار بندر سوداګریز او ترانسپورتي هوکړه لیک لاسلیک کړي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان او ایران ولسمشران د هند له لومړي وزیر سره یوځای د چابهار بندر د بشپړې جوړونې او ترانزیتي آسانتیاوو هوکړه لیک لاسلیک کړي.
ویل کیږي، چې افغان ولسمشر به د خپل سفر په بهیر کې د ایران له ولسمشر او د هند له لومړي وزیر او آیت الله خامنه یي سره هم لیدل کتل وکړي او له افغانستان سره د اړیکو د ودې او پراختیا په اړه خپل هېوادني نظرونه شریک کړي.