تازه خبرونه
افغان ولسمشر اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا اروپا ته وخوځېد
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا نن دوشنبه اروپا ته وخوځېد او هلته به د بروکسل او د لندن په ناستو کې برخه واخلي.
له ولسمشر اشرف غني سره د ملي وحدت د حکومت اجرائیوي ریيس داکتر عبدالله عبدالله هم ملتیا لري.
له ارگه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر او ورسره پلاوی به یې همدا نن د بلجیم په پلازمينه بروکسل کې د ناتو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ناسته کې برخه واخلي او ويناء به ورته وکړي.
د ناتو له غونډې وروسته به ولسمشر اشرف غني او د هغه پلاوی پنجشنبې په ورځ ( د لیندۍ ۱۳) د لندن په کنفرانس کې هم برخه واخلي.
د لندن غونډه افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې غونډه ده، چې د توکیو د کنفرانس د مرستو ژمنې به په کې تازه شي.
نوموړی به د دغې غونډې په څنگکې د انگلستان له لومړي وزیر دیوید کیمرون، شهزاده چارلز او نورو چارواکو سره هم وگوري.