سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر او جان کېري په څلورو مهمو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دوو ورځو انتظار وروسته ولسمشر کرزي او جان کېري د امنیتي تړون پر یوه پرېکړه لیک موافقه کړې. افغان ولسمشر وویل، دوی د امنیتي تړون په اړه پر یو لړ شرطونو موافقه کړې، خو د امریکايي پوځیانو د مصئونیت په اړه کومې پرېکړې ته نه دې رسېدلي.

كابل ته د امريكا د بهرنيو چارو د وزير د ناڅاپي سفر وروسته داسې ښكاري، چې له افغان چارواكو سره د امنيتي تړون پر سر په زياترو مسايلو هوكړې ته رسېدلي دي.

د افغان ولسمشر او جان كېري تر منځ شپږ ويشت ساعته خبرو وروسته د افغان ولسمشر حامد كرزي په وېنا په څلورو مهمو مواردو هوكړې ته رسېدلي دي.

پر افغانستان د بهرني يرغل تعريف، ملي حاكميت ته درناوى، د ولسي تلفاتو مخنيوى او د امريكايي سرتېرو د خپل سرو عملياتو درول هغه څه دي، چې دواړې خواوې يې په اړوند سره يوه خوله شوي دي.

امريكايي سرتېرو ته د قضايي مصئونيت مسئله لاهم نه دى حل شوې، ولسمشر حامد كرزى وايي:

په دې اړوند د افغانستان خلك په لويه جرګه كې پرېكړه كوي.

امريكا بيا د خپلو سرتېرو پر قضايي خونديتوب ټينګار كوي او وايي، كه يې دا غوښتنه ونه منل شي، امنيتي تړون به لاسليك نه كړي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كېري وایی:

په افغانستان کې د قطعي مصئونیت موضوع په منځ کې نه شته. امریکایي پوځیان که د افغانستان قانون تر پښو لاندې کړي موږ یې په خپله محاکمه کوو. زموږ پوځیان، چې په هر ځای کې دي په همدې شکل محاکمه کېږي او موږ نه غواړو، چې په افغانستان کې د خپل اساسي قانون نه سترګې پټې کړو.

امريكا د نړۍ په سلو هېوادونو كې نږدې اته سوه پوځي اډې لري.

Trending

Exit mobile version