سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر بهرنيو اتباعو ته خبرداری ورکړ چې په راتلونکو ټاکنو کی لاسوهنه ونکړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر بهرنيانو ته خبردارى وركوي، چې د افغانستان د ټاكنو په بهير كې لاسوهنه ونكړي. هغه  د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د نوم ليكنې له بهير څخه خپل رضايت څرګند كړ او ويې ويل، دا يواځې د ولسواكۍ د دوام په برخه كې نه بلكې د افغانستان د خلكو د ملي يووالي لپاره هم يو مثبت ګام دى.

ولسمشر كرزي د ټاكنو په بهير كې د حكومت د بشپړې بې طرفۍ له امله ډاډ وركړ او زياته يې كړه، چې حكومتي مامورين يواځې د يوه افغان وګړي په توګه كولى شي د ټاكنو په ورځ خپله رايه وكاروي او د خپلې علاقې وړ كانديد لپاره كمپاين وكړي.

ولسمشر دغه راز له خلكو وغوښتل، چې د ثبات په ټينګښت كې لازمه همكاري وكړي.

افغان ولسمشر هغو بهرنيو اتباعو او هېوادونو ته، چې په وېنا يې د افغانستان په مسايلو كې علاقه مندي ښيي، خبردارى وركړ، چې د افغانستان په راتلونكو ټاكنو كې له لاسوهنو لاس واخلي او د ۲۰۰۹ ميلادي كال د ټاكنو پايلې بيا تكرار نشي.

د افغانستان ولسمشر حامد كرزى وايي:

په ټاكنو كې د خپلو ټولو ملكي او نظامي مامورينو د ناوړې استفادې د مخنيوي لپاره به له خپلو ټولو امكاناتو ګټه واخلي.

ولسمشر په ډاګه كړه، چې ترټولو ستره هيله يې په افغانستان كې د خپلواكو، عادلانه او رڼو ټاكنو ترسره كېدل دي.

ولسمشر كرزي يو ځل بيا د افغانستان خلكو ته په خطاب كې له هغوى وغوښتل، چې خپل نومونه ثبت او د رايې وركونې كارتونه ترلاسه كړي او لدې لارې خپل برخليك په خپله وټاكي.

ټاكل شوې د هېواد د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنې د راتلونكي كال د وري په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

د ولسمشرۍ ټاكنو لپاره به ټول ۲۷ كسان پخپلو كې سيالي وكړي.

Trending

Exit mobile version