سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر به د راتلونكې دوشنبې په ورځ امريكا ته سفر وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

سياستوال له افغان ولسمشر څخه تمه لري، چې نوموړى به د خپل سفر په ترڅ كې د افغانستان د ثبات لپاره پر پاكستان فشار زيات او افغان پوځ  بشپړ سمبال كړي.

له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان د حالاتو په اړوند سر له اوسه په سياسي او نړيوالو ناستو كې اندېښنې په ډاگه كيږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول وايي:

افغان ولسمشر حامد كرزى په راتلونكې اوونۍ كې امريكا ته ځي، چې له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه  په را ولاړو شويو اندېښنو خبرې وكړي.

رپوټونه وايي، چې د امريكا او افغانستان ولسمشران به د افغان دولت پر هغو غوښتنو هم خبرې وكړي، چې د افغان پوځ د سبمالولو په برخه كې يې له امريكا څخه لري.

افغان سياستوال مير احمد جوينده او مياگل خالد په دې باور دي، چې:

په پاكستان كې د وسلوالو طالبانو لپاره د امن ځايونه د دې لامل شوي، چې په افغانستان كې جگړه توده شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د حزب اسلامي مشرگلبدين حكمتيار په خپله تازه وينا كې خبر دارى وركړى، چې افغانستان به له دوه زره څوارلسم كال وروسته له كورني بحران سره مخ شي، خو افغان حكومت د گلبدين حكمتيار دا څرگندونې يوه  بې گټې هڅه بولي.

Trending

Exit mobile version