سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر به په نږدې راتلونكې كې پاكستان ته سفر وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په پاكستان كې د افغانستان سفير عمر داودزى وايي، افغان ولسمشر به په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي، چې نوموړی به په دغه درې ورځينې سفر كې هڅه وكړي اسلام اباد د افغانستان د سولې په برخه كې همكارۍ ته چمتو كړي.

دوه اوونۍ وړاندې د پاكستان د لومړي وزير مشاور سرتاج عزيز افغان ولسمشر ته بلنه وكړه ترڅو پاكستان ته ورشي خو دغه بلنه له يو لړ بحثونو سره مخ شوه.

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل:

تر څو، چې پاكستان د افغانستان په باب يوه روښانه او عملي اجنډا و نه لري تر هغو به اسلام آباد ته سفر ونكړي.

په داسې حال كې تر اوسه د پاكستان روښانه اجنډا نه ده ښكاره شوې، خو ويل كېږي، چې افغان ولسمشر به د اګست په شپږويشتمه نېټه پاكستان ته سفر وكړي.

په همدې وخت كې د سولې عالي شورا د مشرتابه غړی قاضي محمد امین وقاد هيله ښكاره كوي، چې پاكستان د وسله والو طالبانو مشران د سولې خبرو ته چمتو كړي.

له دې وړاندې تل ويل شوي پاكستان د افغانستان په وړاندې د جګړې د دوام او له ترهګرو څخه د ملاتړ سياست خپل كړى دى نو پوښتنه دا ده، چې اوس به پاكستان د افغانستان په وړاندې خپل سياست نرم كړي؟

د وسله والو طالبانو يو تن پخوانۍ مشر سيد اكبر اغا دا باور نلري، چې پاكستان به په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره خپل سياست ته بدلون وكړي.

د پاكستان د لومړي وزير سلاكار سرتاج عزيز ويلي، چې دوى د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهير څخه ملاتړ كوي خو دا خبره ردوي، چې ګواكې پاكستان به طالبان كنټرول كړي.

هغه ټينګار كړی، چې پاكستان يوازې كولاى شي د سولې لپاره د يوې حل لارې په موندلو كې رول ولوبوي، بل خوا يو شمېر افغان سياسي چارواكي وايي، چې اوس هغه وخت رسېدلی تر څو پاكستان له جديت څخه كار واخلي، د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي او د دوى مشران د سولې خبرو ته چمتو كړي.

افغان ولسمشر حامد كرزي په تېرو دولسو كلونو كې د نورو ټولو هېوادونو په پرتله پاكستان ته ډېر سفرونه كړي دي، خو دغه ټول سفرونه پرته له كومې پايلې او په ناهيلې پاى ته رسېدلي دي.

Trending

Exit mobile version