سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر حامد كرزى دوحې ته روان شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد كرزى د قطر له امير سره د خبرو په مقصد د شنبې په ورځ ( د وري ۱۰ ) دوحې ته روان شو. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايې، د افغانستان او قطر تر منځ د دوه اړخيزو اړيكو پياوړتيا او په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستو مسئله به د ولسمشر او قطري چارواكو تر منځ د بحث مهم مسايل وي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايې:

ولسمشر كرزى قطر ته د دوه اړخيزو اړيكو د پياوړتيا لپاره تللى او د دې سفر په ترڅ كې به په قطر كې د طالبانو لپاره د دفتر پر پرانيستو هم  خبرې وشي.

ولسمشر به قطر ته د خپل دوه ورځني سفر په لړ كې له قطري چارواكو سره طالبانو ته په دوحې كې د دفتر په پرانيستو او د افغانستان د سولې په پروسې خبرې وكړي.

د ولسي جرګې غړو سيد حسين عالمي بلخي او ذكيه سنګين د ولسمشر دې سفر ته هيله مندي وښوده.

د ولسي جرګې دا غړي ټينګاركوي كه له طالبانو څخه د پاكستان ملاتړ پاى ته ورسېږي، طالبان به له افغان  حكومت سره له خبرو پرته بله لار ونه لري.

افغان حكومت وايې، څو پورې چې طالبان له القاعدې سره خپلې اړيكې ونه شلوي، د افغانستان اساسي قانون او د وروستيو لسو كلونو لاسته راوړنې ونه مني،  په قطر كې به د دې ډلې لپاره د دفتر د جوړېدو لپاره رايه ورنكړي.

طالبان هم له افغانستان څخه د ناټو ځواكونو پر وتلو، له ګوانتانامو او د افغان حكومت تر كنترول لاندې زندانونو څخه د طالب مشرانو پر خوشې كېدو ټينګار كوي او له افغان دولت سره د خبرو د پېل لپاره دا خپل اساسي شرايط بولي.

Trending

Exit mobile version