سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر حامد كرزى غواړي امريكا تر خپل نفوذ لاندې وساتي
د كابل- واشنگټن د امنيتي تړون پر سر اوس هم ناندرۍ پاى ته نه دي رسيدلي. كه څه هم له بېلابېلو خواوو څخه د دې سند د لاسليك غوښتنه كيږي؛ خو افغان حكومت بيا په دې برخه كې د امريكا له خوا د خپلو شرطونو پر منلو ټينگار كوي.
په دې وروستيو كې د امريكا د بروكنگز څيړنيزې موسسې د بهرني سياست رييس له آريانا سره په ځانگړې مركه كې وويل:
ولسمشر د دې سند د نه لاسليك له لارې د زيات واك اخيستو په لټه كې دى.
د امريكا د بروكنگز څيړنيز مركز د بهرني سياست رييس مایکل اوانلان وايي، زما په آند دوه اړخيز امنيتي سند؛ ځكه نه دى لاسليك شوى، چې ولسمشر حامد كرزى اړتيا لري پر امريكا نفوذ ولري. زما په فكر هغه فكر كوي، چې د امنيتي تړون له لاسليك څخه ډډه هغه ته نفوذ او واك وركوي او هغه لارده، چې د امريكا پر خلاف پرې عمل وكړي. نوموړى احساس كوي، چې مونږ اوس هم په مناسباتو كې ستونزې لرو. دى هغه څه غواړي، چې مونږ يي غواړو. فكر كوم تېروتنه كوي؛ خو زه فكر كوم، چې كه هغه پر خپل دې دريځ ودريږي، مونږ بايد زغم ولرو او ممكن تړون د هغه له ځاى ناستي سره لاسليك كړو.
نوموړى د افغان حكومت د پرمختگونو ساتنې ته په اشاره وايي، ولسمشر كرزى فكر كوي، چې امريكا په افغانستان كې د خپل حضور لپاره د درېيم پروگرام د عملي كولو نيت لري. دى ټينگار كوي، چې د واشنگتن د حضور مساله يوازې له افغانستان او امريكا سره اړونده ده.
ښاغلى مایکل اوانلان زياتوي:
ولسمشر حامد كرزى فكر كوي، چې، درېيم دليل هم شته؛ خو زما په آند تېروتنه كوي. هغه فكر كوي چې مونږ د نورو مقاصدو لپاره په سيمه كې اډې غواړو. لكه د چين، روسيې او ايران څارنه. سمه ده مونږ كله ناكله د افغانستان له خاورې د ايران ځينې برخې ليدلي، خو دا اساسي مساله نه ده؛ ځكه د ايران مهمه وړتيا دا ده، چې د فارس خليج تر څنگ پروت دى. ايران اتومي تاسيسات لري؛ خو مونږ له الوتكو، بېړيو او سپوږمكۍ څخه په استفاده پر فارس خليج څارنه لرو، نو په افغانستان كې زمونږ حضور د دې ښودنه نه كوي، چې مونږ به بل هېواد څارو. زمونږ د حضور دليل پر دوه هېوادونو پورې تړلې مساله ده. افغانستان او امريكا.
كه څه هم امريكايي چارواكو په ځلونو ټينگار كړى، چې د كابل او واشنگتن تر منځ امنيتي سند بايد ژر لاسليك شي؛ خو افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، له امريكا سره به امنيتي سند هغه مهال لاسليك كړي، چې امريكا د افغانانو پر كورونو عمليات بند كړي او د سولې پروسه عملا پيل شي.
سیمه ییز خبرونه
ایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
راپورونه ښيي؛ د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند وضعیت اوس هم ناڅرګند دی، خو ایران په دې سیمه کې خپل واک او څار زیات کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ ایران په دې اړینه سمندري لار کې دوه بېړۍ نیولي او دا هڅه له واشنګټن سره د ماتېدونکي اوربند په اړه د روانو اختلافونو پر مهال رامنځته شوې ده.
د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي، چې هر ډول رښتینی اوربند هغه وخت ممکن دی، چې د ایران پر سمندري سوداګرۍ محدودیتونه لرې شي. هغه سمندري محاصره د احتمالي هوکړو څخه سرغړونه بللې ده.
همدارنګه سپاه پاسداران څرګنده کړی، چې دوه بهرنۍ بېړۍ د مقرراتو د ماتولو او د جواز د نشتوالي له کبله درول شوې دي. دغه راز، امنیتي سرچینو خبر ورکړی، چې پر یوې بلې بېړۍ ډزې شوې دي؛ خو کوم زیان نهدی اوښتی.
امریکا دا هڅې «سمندري غلا» بللي او په ځواب کې یې د سمندري محاصرې او د ځینو ایراني بېړیو د نیولو لړۍ روانه ساتلې ده.
دې وضعیت د انرژۍ په نړیوالو بازارونو کې اندېښنې راپارولې او د برنټ اوومو نفتو د هر بېرل بیه یې تر ۱۰۰ ډالرو لوړه کې ده.
دغه راز د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې تر اوسه بېپایلې پاتې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د دې کړکېچ دوام کولی شي د نړیوالې انرژۍ د سوداګرۍ دا لار له جدي خطر سره مخ کړي.
سیمه ییز خبرونه
شهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې د امریکا له لوري د پاکستان د غوښتنې د منلو او د اوربند د غځولو اقدام ستایي؛ دا کار د نوموړي د څرګندونو له مخې د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام لپاره زمینه برابروي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د ایران او امریکا او اسرائیلو ترمنځ د نښتې د اوربند د غځولو په اړه شوې او له دې اقدامه یې مننه کړې ده.
شهباز شریف د چارشنبې پر ورځ په یوه پیغام کې ویلي، چې د امریکا له لوري د پاکستان د غوښتنې د منلو او د اوربند د غځولو اقدام ستایي؛ دا کار د نوموړي د څرګندونو له مخې د ډیپلوماټیکو هڅو د دوام لپاره زمینه برابروي.
هغه ویلي؛ هیله ده، چې دواړه لوري اوربند روان وساتي او د خبرو اترو دوهیم پړاو به د شخړې په دایمي پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
پاکستانيو چارواکو ويلي، چې د سولې خبرې په اسلامآباد کې د تاوتریخوالي د کمولو او سیاسي حل ته د رسېدو لپاره دوام مومي.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې له دې مخکې ټرمپ ویلي؛ د واشنګټن او تهران ترمنځ اوربند به تر هغه وخته پورې وغځول شي، چې ایران رسمي وړاندیز وړاندې کړي او خبرې اترې پای ته ورسیږي.
سیمه ییز خبرونه
آیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.
رویترز خبري آژانس په یوه راپور کې دا موضوع څېړلې، چې آیا ایران له حقوقي پلوه کولی شي له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو پر تګ راتګ پیسې وضع کړي او که نه؟!.
د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.
هرمز تنګی څه ډول سیمه ده؟
هرمز تنګی هغه اوبلاره ده، چې فارس خلیج له عمان خلیج سره نښلوي او د ایران او عمان په سمندري اوبو کې پروت دی. دا د نړۍ د انرژۍ د لېږد لویهلار ګڼل کیږي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي.
د دې اوبلارې اوږدوالی شاوخوا ۱۶۷ کیلومټره دی او په یوه نرۍ برخه کې د بېړیو د تګ راتګ دوه بېلابېلې لارې د حایل سیمې په توګه لري.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته دا لار په عملي ډول محدوده کړې او د کړکېچ د پای ته رسېدا د شرطونو په توګه یې په کې پر تګ راتګ د پیسو غوښتنه کړې؛ خو د دې پیسو د عملي اخیستلو څرنګوالی تر دې دمه روښانه نهدی.
نړیوال قانون څه وايي؟
د سمندرونو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون، چې په۱۹۸۲ ز.کال کې تصویب شوی او له ۱۹۹۴ راپدېخوا پلی کیږي؛ په نړیوالو تنګیو کې بېخنډه «ټرانزیټي تګ» حق ډاډمنوي.
دغه سمندري هوکړه ساحلي هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې د خپلو سمندري اوبو په حدودو کې تګ راتګ تنظیم کړي؛ خو باید د بېړیو بېضرره او آزاد تګ راتګ هم ډاډمن کړي.
خو ایران او امریکا دا کنوانسیون نهدی لاسلیک کړی، چې حقوقي بحثونه نور هم پېچلې کوي.
د پیسو وضع کولو احتمالي ستونزې
رویترز راپور ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون د پلي کولو لپاره مستقیم اجرائیوي میکانیزم نشته. که څه هم نړیوالې محکمې پرېکړې کولی شي؛ خو د پلي کېدا مستقیم ځواک نهلري.
دغه راز هېوادونه او شرکتونه کولی شي د بېړیو د لارو پر بدلولو یا د هغو بنسټونو پر ضد د هدفمندو بندیزونو له لارې، چې له دې پیسو سره تړاو ولري؛ د دې کړنې مخه ونیسي.
دغه راپور زیاتوي، چې ځینې شرکتونه اوس له هرمز تنګي څخه د تېرېدا بدیلې لارې ارزوي.
-
سوداگري3 days agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
نړۍ4 days agoد جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
-
نړۍ3 days agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
تازه خبرونه3 days agoپه نورستان کې د بشري مرستو عملیات پیل شول؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته لاسرسی مومي
-
څار5 days agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoشهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
-
سوداگري4 days agoازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ

