سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر حامد كرزى هند ته درې ورځنى سفر كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې د پاكستان لومړى وزير نوازشريف افغانستان ته په رسمي سفر راروان دى؛ هندي رسنيو اعلان كړى، چې افغان ولسمشر حامد كرزى به د دسمبر د مياشتې په دولسمه نېټه هندوستان ته سفر وكړي.

د اوت لوك هنډيا ورځپانې په خپل رپوت كې ليكلي، چې افغان ولسمشر به د هند له لومړي وزير من موهن سنگهـ سره له ليدو وروسته په پنجاب پوهنتون كې وينا هم وكړي.

د دغه سفر موخه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د دواړو هېوادونو د اړيكو پراختيا، د افغان امنيتي ځواكونو پياوړتيا او د افغانستان د سولې بهير په اړه خبرې نومول شوي دي.

له دې وړاندې افغان حكومت هندوستان ته د پوځي اړتياوو لست وركړى و، چې تر اوسه د دغه لست په اړه هندي چارواكو څه نه دي ويلي.

د مشرانو جرگې غړې گلالۍ اكبري او د ولسي جرگې غړى محمد فرهاد صديقي بيا له دې سفر څخه خوښ نه دي او وايي، افغان ولسمشر حامد كرزى نورو هېوادونو ته د سفرونو په ځاى بايد لومړى كورنۍ ستونزې اوارې كړي .

په روان كال كې ولسمشر حامد كرزي هندوستان ته يو شمېر سفرونه درلودل، په ورستيو دوه سفرونو كې ولسمشر حامد كرزي پخپله له هندي چارواكو غوښتي ول، افغان پوځ په درندو وسلو سمبال كړي؛ خو هند د افغانستان له دې غوښتنې سره له احتياطه ډك چلند كړى او تر اوسه يې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version