سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر حامد كرزى هند ته سفر كوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په پام كې ده چې افغان ولسمشر حامد كرزى د روانى اونۍ د سې شنبې په ورځ هند ته سفر وكړي. د بهرنيو چارو وزارت د افغان ولسمشر د دغه سفر موخه له هند سره د اړيكو لاټينگښت  او د دوه اړخېزو همكاريو غښتلتيا بولي. يو شمېر د چارو پوهان هم د افغانستان په بيا رغونه او ثبات كې د هند رول د پام وړبولي او زياتوي چې، هند د سيمې او نړۍ په كچه د يوه قدرت په توگه كولاى شي د نړيوالې ټولنې لخوا پر پاكستان فشار زيات كړي تر څو له تروريزم سره ريښتني مبارزه وكړي.

افغان ولسمشر د جهادي رهبرانو او ديني عالمانو سره په كتنه كې وويل:

حامد كرزي هند ته د تلو نېت وروسته له هغې كړى چې د جهادي رهبرانو او ديني عالمانو د سراسري شورى سره په كتنه كې يې وويل چې د وسلوالو مخالفينو پر ځاى به له پاكستان سره د سولې خبرې پېل كړي.

د بهرنېو چارو وزارت وياند جانان موسى زي ووېل چى:

هند ته د افغان ولسمشر د سفر هدف د دواړو هېوادو تر منځ په همكاريو كې زياتوالى او د اړيكو لاټينگښت دى.

د كابل پوهنتون استاد احمد ضيا رفعت ووېل:

د افغانستان په ثبات او بيا رغونه كې د هند رول د پام وړ بولي او زياتوي چې هند له افغانستان سره د سياسي، كلتوري او اقتصادي همكارېو تر څنګ كولاى شي چې نړېواله ټولنه او په ځانګړې توګه روسېه او چين دې ته متقاعد كړي چې پر پاكستان د نړيوالې ټولنې لخوا  د فشار د راوستو پر مهال پټه خوله پاتې شي.

د كابل پوهنتون استاد احمد نجيب محمود دحكومت پرنرمه پاليسي نيوكه كوي او زياتوي:

چې، افغان دولت د سيمې د هېوادونو پر وړاندې بايد داسې سياست غوره نكړي چې د نورو هېوادونو د بې اعتمادۍ لامل وګرځي.

د كار پوهانو په باور افغان دولت ته په كار ده چې:

د تر لاسه شويو فرصتونو څخه پوره گټه پورته كړي او پر پاكستان فشار راوړي خو د افغانستان په وړاندې د پاكستان دوه مخى سياست ته په كتو به ستونزمنه وي چې افغان چارواكي په دې برخه كې بريالۍ را ووځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version