سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر حامد كرزى په يوه رسمي سفر تاجكستان ته ولاړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغان ولسمشر د دغه سفر موخه د دوه اړخيزو همكاريو په باب خبرې او د څو هوكړه ليكونو لاسليكول بلل شوي دي.

افغان ولسمشر د دوشنبې په سهار ( د تلې ۲۹ ) د تاجكستان اسلامي جمهوريت ته ورسېد، چې په پام كې ده افغان ولسمشر په دغه دوه ورځني سفر كې له خپل تاجكي سيال امام علي رحمان سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وكړي.

افغان چارواكو د دغه سفر په باب ډېر جزئيات نه دي وركړي، خو وېل كېږي، چې دواړه ولسمشران به د دغه سفر په لړ كې څو مهم دوه اړخيز هوكړه ليكونه هم لاسليك كړي.

د ولسمشر د وياند مرستيال فايق واحدي وایی:

دغه دوه ورځينۍ سفر د تاجكستان د ولسمشر په رسمي بلنه تر سره شوى، چې په ترڅ كې به يې د دواړو هېوادونو ولسمشران په څو دوه اړخيزو مسايلو لكه، د سيمه ايز امنيت ټينګښت، د اقتصاد، سوداګرۍ، او د توكو د ترانزيټ په برخه كې د همكاريو د پراخولو او د دواړو هېوادونو د پوځي بنسټونو تر مېنځ د همكارۍ د را مېنځ ته كېدو په باب به خبرې وكړي.

په همدې حال كې د ولسي جرګې غړي علي اكبر قاسمي، علي كاظمي او همدارنګه سياسي كارپوه احمد سعيدي بيا وايي، چې امنيت او اقتصاد د دواړو ولسمشرانو د خبرو اجنډا ده او دغه خبرې به په پوله كې د ناامنيو په پاى ته رسېدو كې مرسته وكړي.

دا تاجكستان ته د افغان ولسمشر شپږم رسمي سفر دى، چې د خپلې واكمنۍ په دوره كې يې تر سره كوي.

افغانستان او تاجكستان اوږده ګډه پوله لري او په دواړو هېوادونو كې ژبنيز او دينې پيوند د دې لامل شوى، چې دواړه هېوادونه كلكې اړيكې ولري، خو د نشه يې توكو قاچاق او په پوله كې د ترهګريزو فعاليتونه د دواړو هېوادونو لپاره جدي اندېښنې بلل كېږي.

Trending

Exit mobile version