سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر حامد كرزي د مراد خانۍ له بيا رغونې ليدنه وكړه
افغان ولسمشر حامد كرزي د كابل ښار د مراد خانۍ د تاريخي سيمې د بيارغونې له بهير او د فيروز كوه انستيتوت څخه ليدنه وكړه.
ولسمشر د مراد خانۍ د تاريخي سيمې پروژه په هېواد كې يوه مهمه پروژه وبلله.
ولسمشر همدا راز له قيروز كوه انستيتوت څخه د ليدنې پر مهال د دغه انستيتوت زده كوونكيو لاسي صنايعې وليدې او دوى يې نورو زياتو هلو ځلو ته وهڅول.
د دغه انستيتوت چارواكو يو شمېر ډالۍ، چې د انستيتوت د كاركوونكيو له خوا جوړې شوې وې؛ افغان ولسمشر حامد كرزي ته وړاندې كړې.
د مراد خانۍ د پروژې مسوول هدايت الله احمد زى وايي، چې:
مراد خاني د كابل يوه له لرغونو سيمو څخه ده، چې ۱۰۵ لرغونې كورنه لري؛ خو د جگړو په كلونو كې دغه سيمه ډېره زيانمنه شوه.
د نوموړي په وينا شاوخوا پېنځه شپېته لرغوني كورونه اوس په سيمه كې روغ پاته دي.
د دغې تاريخي سيمې بيارغونه د سيمې د تاريخي ارزښت ساتلو په موخه په ۲۰۰۶ م كال كې د افغان ولسمشر حامد كرزې په فرمان پيل شوې ده.