تازه خبرونه
افغان ولسمشر حامد كرزي د چين له ولسمشر شي جن پينګ سره وكتل
افغان ولسمشر حامد کرزي د چين ولسمشر شي جن پېنګ سره كتنه كې د كابل- بېجنګ د اړيكو پر پياوړتيا هوكړه وكړه. د چين ولسمشر وايي، هېواد یي د افغانستان د بيا رغاونې په پروژو كې زياتې ښكېلتيا ته چمتو دى او چينايي شركتونه به دې هېواد كې پانګونې ته وهڅوي.
د افغانستان او چين ولسمشرانو د روسيې د سوچي په ښار كې د ژمنيو لوبو د المپيك د پرانيستې په مراسمو كې د دوه اړخيزو اړيكو پر پياوړتيا هوكړه وكړه.
د چين ولسمشر شي جن پېنګ وايي:
چين چمتو دى له افغانستان سره د تجزيه غوښتنې، بنسټ پالنې، ترهګرۍ او جنايتونو خلاف مبارزه كې همكاري وكړي.
هغه وويل، هېواد يي د افغانستان د خپلواكۍ، ملي واكمنۍ او ځمكنۍ بشپړتيا درناوى كوي او د افغانانو تر مشرۍ لاندې د پخلاينې د پروسې ملاتړ كوي.
بلخوا ولسمشر كرزى وايي، چې د افغانستان نوى حكومت به له چين سره د اړيكو پراختيا ته ليوال وي.
حامد كرزي وويل، دولت يي د سولې د پروسې پر مخ بيولو، بيا رغاونې او د ثبات ټينګښت ته ژمن دى.
دا په داسې حال كې ده، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، چې غواړي په سوچي ښار كې د ژمنيو لوبو د المپيك په څنډو كې له خپل افغان سيال سره وګوري، خو پوښتنه دلته ده، چې روسيه په كوم دليل افغانستان ته ليوالتيا لري.
تر اوسه د روسيې او افغانستان د ولسمشرانو د كتنې جزئيات نه دي خپاره شوي، خو مخكې له دې روسيې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو پر وتو او منځنۍ آسيا ته له افغانستان څخه د جګړو د پراختيا په باب اندېښنه ښودلې وه.