سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر حامد کرزی بلجیم ته روان شو
افغان ولسمشر حامد كرزى په بروكسل كې په يوې فوق العاده ناسته كې د ګډون په موخه بلجيم ته روان شو. ټاكل شوې ښاغلى كرزى د امريكا د بهرنيو چارو د وزير په شتون كې د پاكستان د پوځونو له لوى درستيز سره په ځينو مهمو مسايلو خبرې وكړي.
له دې سره په يوه وخت د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايې، پاكستان بايد په دې ناسته كې روښانه كړي چې طالبان د خبرو مېز ته حاضروي.
د افغانستان په چارو كې د پاكستان د لاسوهنو دوام د كابل د صبر كاسه نوره ډكه كړې ده.
د پاكستان په خاوره كې د افغان وسله والو ياغيانو له دې جملې كويټې شورا، حقاني شبكې او پېښور شورا خوندي پناه ځايونه، د افغانستان پر خاوره د پاكستان له لوري د توغنديزو بريدونو دوام او په دې وروستيو كې د ديورند كرښې په اوږدو كې د پاكستان له لوري د پوځي تاسيساتو او دروازې جوړول د كابل او اسلام آباد تر منځ اړيكې كړكېچنې كړې دي.
بل خوا افغان ولسمشر حامد كرزى په بروكسل كې په يوې مهمه ناسته كې د ګډون په موخه بلجيم ته روان شو، څو د افغانستان د كړكېچ د حل لپاره يوه لار پېدا كړي، كومه حل لار، چې د ډېرو په ګمان له پاكستان سره ده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاويد لودين وايې:
ولسمشر به د امريكا د بهرنيو چارو د وزير او د پاكستان د لوى درستيز په شتون كې درې اړخيزې ناستې ته په څرګندو ټكو كې د پاكستان د لاسوهنو په باب خبرې وكړي.
بل خوا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ترهګري يوه سيمه ييزه او نړيواله ستونزه ده، او لدې ستونزې سره يې د مبارزې لپاره په ګډې همكارۍ ټينګار كړى دى.
د افغانستان، پاكستان او امريكا درې اړخيزه ناسته به د ناټو تړون د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د ناستې په څنډه كې جوړه شي.
په همدې حال د ناټو سرمنشي دا درې اړخيزه ناسته يوه بريا بولي.
د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن وایی:
د درې اړخيزې ناستې په باب بايد ووايم، زه له ټولو هغو هڅو هركلى كوم، چې د سياسي بهير د آسانتيا لپاره كېږي. كه مونږ په افغانستان كې تلپاتې ثبات او سولې ته اړتيا لرو، بايد د سيمې له هېوادونو په ځانګړې توګه پاكستان سره يو تعامل ولرو. نوځكه زه هيله من يم، چې درې اړخيزې خبرې كولاى شي، دا ډول تعامل او سياسي بهير آسانه كړي.
د ناټو سرمنشي له طالبانو غواړي، چې د افغانستان د سولې له بهير سره يو ځاى شي، لدې پرته به له پوځي چلند سره مخ شي.
بل لور د امريكا د بهرنيو چارو وزير جان كيري په بروكسل كې وويل:
د سيمې د ثبات لپاره بايد د پاكستان او افغانستان ګټې په پام كې ونيول شي.
نوموړی زیاتوي، چې مونږ به درې اړخيزه ناسته ولرو، او هڅه به وكړو په دې باب خبرې وكړو، چې څرنګه كولاى شود لېږد پروسه د يو او بل په همكارۍ سره په داسې توګه پرمخ يوسو، چې د قناعت وړ وي څو د افغانستان او پاكستان له ګټو رضايت حاصل شي، خو له ټولو مهمه دا ده، چې د سوله ييز او با ثبات افغانستان په شتون كې، چې د وروستيو كلونو لګښتونه او هڅې پرې وارزي.
د افغانستان د ثبات لپاره د كابل، اسلام آباد او واشنګټن درې اړخيزه ناسته په داسې حال كې جوړېږي، چې د تېر كال په وروستيو كې بريتانيا هم د كابل، لندن او اسلام آباد د درې اړخيزې ناستې كوربه و، خو ويل كېږي په دې ناسه كې د پاكستان له لوري كړې ژمنې تر اوسه نه دي عملي شوي.