سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر خلك په راتلونكيو ټاكنو كې ډاډمن گډون ته راوبلل
دا څووم ځل دى، چې ولسمشر حامد كرزى پخپله راديويې وينا كې خلك په ټاكنو كې گډون ته هڅوي.
په افغانستان كې د راې وركوونكيو د نوم ليكنې پاى ته له څلويښتو لږ ورځې پاتې دي.
د ټاكنو خپلواك كميسيون په دې ټاكنو كې د څلورميليون كسانو د نوم ليكنې هدف ټاكلى دى؛ خو اوس، چې د نوم ليكنې ډېرې ورځې تېرې شوې ليدل كيږي، چې دوه ميليون تنو هم نوم ليكنه نه ده كړې.
د ټاكنو د خپلواك كميسيون پر هڅو سربېره ولسمشر حامد كرزى هم هڅه كوي، چې خلك په ټاكنو كې پراخ گډون ته وهڅوي، چې د نوم ليكنې شمېره لوړه شي.
ولسمشر حامد كرزي خپله نوې راديويې وينا هم همدې مسلې ته ځانگړې كړې او په هغه كې يې له خلكو غوښتي، چې د راى كارت د ترلاسه كولو په موخه د نوم ليكنې مركزونو ته لاړشي.
ولسشمر كرزى د راى كارتونو ترلاسه كول د خلكو لپاره يو ځواك گڼي او دا ځل له قومي مخورو او ديني عالمانو غواړي، چې خلك وهڅوي، چې په ټاكنو كې گډون وكړي.
د ولسمشر دا څرگندونې له هغو اندېښنو سره په يوه وخت كيږي، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون، ملي شورا او د حكومت سياسي مخالفينو د ناامنۍ له كبله اندېښنې ښودلې دي.
دغو بنسټونو ويلي چې كه امنيتي ستونزې حل نه شي خلك به په ټاكنو كې پراخ گډون ونه كړي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد ولسمشر د يوه فرمان په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ته د غوره ټاکنو د تر سره کيدو په موخه د ټاکنو د دفترونو، کارمندانو او گډون کوونکيو د ډاډمن امنيت ساتنې دنده سپارښتنه هم كړې ده.