تازه خبرونه
افغان ولسمشر دې په اعدام د محکومو کسانو د حکم له لاسلیک ډډه وکړي
د بښنې نړیوال سازمان له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي،چې په اعدام د محکومو شویو کسانو حکم لاسلیک نه کړي.
د آسیا له پاره د دغه سازمان د مطبوعاتو د برخې مسوول عمر ورچ ویلي؛ د دغو کسانو داعدام په حکم کې د دې خطر شته، چې ممکن په پرېکړه کې تېروتنه شوې وي.
د بښنې نړیوال سازمان دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کیږي، چې ولسمشر غني دوه اوونۍ مخکې د ملي شورا په ځانګړېناسته کې ویلي وه، چې په هغو کسانو به د اعدام سزا تطبیق شي، چې محاکمو یې په تړاو پرېکړه کړې ده.
دغه سازمان وایي، دوی په کابل کې دغه ویروونکی برید ولید ؛ ښه به داوي، چې د اعدام پر ځای د ستونزې جرړې وویستل شي.
په کابل کې د وري په ۳۱ نېټه له هغه برید وروسته، چې په کې ۶۴ کسه وژل شوي او څه ناڅه ۴۰۰ نور ټپیان دي؛ ولسمشر له قضایي ادارو وغوښتل ، چې پر اعدام د محکومو کسانو لیست وروسپاري.
ویل کیږي،چې ولسمشر غني ته د افغانستان د محاکمو لخوا په اعدام د محکومو شویو کسانو نوملړ سپارل شوی،چې سلګونه کسان دي.
یو شمېر افغانان له حکومته عواړي؛ په اعدام محکوم طالب مشران دې، چې په زندانونو کې دي اعدام کړي.