تازه خبرونه
افغان ولسمشر د ارګو ولسوالۍ د غمجنې پېښې په اړه خفګان ښکاره کړ
د بدخشان د ارګو په ولسوالۍ كې د غره د ښوييدو پېښې ولسمشر سخت خفه كړى او د يوه پېغام په خپرولو سره يي خپله غمرازي ښودلې ده.
بل خوا د ولسمشر امريكايي سيال باراك اوباما وايي، د افغانستان خلك يواځې نه دي.
د امریکا ولسمشر زیاتوي، زه غواړم د امريكا د خلكو په استازيتوب ووايم، چې زمونږ فكر د افغانستان خلكو ته دى، چې له يوه ناورين سره مخامخ شوي. مونږ خبرونه واورېدل، چې د بارانونو او سيلاونو تر څنګ ځمكه ښوييدنه هم وشوه. د معلوماتو له مخې، زيات خلك تري تم شوي او د ژغورني عمليات روان دي.
نوموړي زیاته کړه، لكه چې د امريكا خلك په ستونزمنه لسيزه كې د افغانستان د خلكو تر څنګ ولاړ وو، مونږ چمتو يو، چې له خپلو افغان شريكانو سره دې پېښې ته غبرګون كې مرستې وكړو. كه څه هم زمونږ جګړه افغانستان كې د روان ميلادي كال تر پايه پاى ته رسېږي، خو له افغانستان او افغانانو سره زمونږ ژمنې دايمي دي.
په همدې حال كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د سياسي څانګې وياند آري ګيتانيس ويلي، ژر به د دې پېښې له اړخه بې ځايه شويو كسانو سره مرستو ته ور ودانګي.
ملګري ملتونه له خپلو همكارانو او افغاني سرې مياشتې او نورو نادولتي سازمانونو سره كار كوي، چې مرستې همغږي كړي څو ډاډ حاصل شي، كوم خلك چې خوراك، اوبو او روغتيايي مرستو ته اړتيا لري، هغوی ته په موقع دا مرستې ورسول شي. كوم كار، چې اوس مونږ كوو اوو سوو كورنيو او څلور زرو كسانو ته د اړتيا وړ مرستو برابرول دي، چې بې ځايه شوي دي.
د بدخشان او نورو شمال ولايتونو اوسېدونكي د وروستيو طبيعي پېښو قربانيان دي، تېره مياشت تخار كې هم د غره ښوييدنې ۱۲۰ كورنۍ ويجاړې كړې.