سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر د امريكايانو له خوا د افغانانو د كورونو له پلټلو سره مخالفت ښودلى دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

راپورونه وايي، ولسمشر حامد كرزي د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي هوكړه ليك په متن كې د امريكايانو له خوا د افغانانو د كورونو له پلټلو سره مخالفت ښودلى دى.

خو د مشورتي لويي جرګې د چمتوالي د كميسيون وياند عبدالخالق حسيني پشه وایي، داسې هيلې هم شته، چې د امنيتي هوكړه ليك په باب د كابل او واشنګټن تر منځ اختلافونه ښايي تر جوړېدونكې مشورتي لويي جرګې حل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دا د نظر اختلافات تائيدوي، د ولسمشرۍ رياست وياند ايمل فيضي آريانا ټلویزیون ته په ټيليفوني خبرو كې وويل:

د دواړو لورو تر منځ په دې باب خبرې په جدي توګه دوام لري.

سياسي كارپوهان احمد سعیدي او شکریه بارکزۍ په دې باوردي، چې د امنيتي هوكړه ليك په متن كې بايد نه سيخ وسوځي او نه هم كباب.

Trending

Exit mobile version