سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر د امنیتي تړون له لاسليك څخه پرته بله هېڅ لار نه لري
د افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون د لاسليك ځنډولو ته هېڅ دليل نه دى پاتې.
جرګه پاى ته ورسېده، خو د تړون په باب ناندرې اوس هم روانې دي. كه څه هم تېرې څلور ورځې د افغانستان او امنيتي تړون په باب دغه ښار ته د راغلو ميلمنو كوربه وو او دغه ورځې يې په رخصتي كې تېرې كړي، اوس چې دا بحثونه پاى ته رسېدلي پوښتنه دا ده، چې ايا د كابل خلك غواړي د افغانستان او امريكا تر مېنځ امنيتي تړون لاسليك شي.
له بلې خوا وېل كېږي، چې د دغه تړون د لاسليك په باب به له ټاكنو وروسته خبرې پېلېږي، خو سياسي كارپوه طاهر زهير بيا وايي:
ولسمشري د دغه تړون د ځنډولو لپاره هېڅ بهانه نه لري او بايد لاسليك يې كړي.
بل خوا بيا د افغانستان د ملي ائتلاف وياند فضل الرحمن اوريا په دې باور دی، چې ولسمشر د دغه تړون له لاسليك څخه پرته بله هېڅ لار نه لري.
له ټاكنو وروسته د امنيتي تړون د لاسليك ګونګوسې په داسې حال كې خپرېږي چې شاوخوا درې نيمي مياشتې د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو تر سره كېدو ته پاته دي.
خو دا چې ولسمشرې به دغه تړون له ټاكنو وروسته لاسليك كړي؟ او كه دا كار يې وكړي نو د جرګې موخه څه وه؟ يا دا چې ولسمشرۍ ماڼې هڅه كوي تر څو پر امريكا خپلې غوښتنې ومني.