تازه خبرونه
افغان ولسمشر د ایران ولسمشر ته د نوي کال مبارکي ویلې
د افغانستان او ایران ولسمشرانو تېره ورځ د نوې کال په پیلیدوله یو بل سره د تیلیفون له لارې پر خپلمنځيو اړیکو خبري وکړې او او ولسمشر اشرف غني د نوي کال مبارکي ورکړه .
د ایران د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې،ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه ایراني ساري حسن روحاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر پراختیا او د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتیدا ټینګار وکړ.
د ایرنا د څرګندونو له مخې، د افغانستان ولسمشر خپل ایراني سیال او د ایران خلکو ته د نوي کال مبارکي وویله.
ښاغلي غني د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتیدو پر اړتیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ایران رول مهم وباله.
ولسمشر حسن روحاني ویلي، په ټولو برخو کې له افغانستان سره د ایران د اړیکو او همکاریو د براختیا هیله لري.
افغانستان او ایران په نړۍ کې یوازني دوه هېوادونه دي،چې له هجري لمریز کال څخه په کې کار اخیستل کیږي.