تازه خبرونه
افغان ولسمشر د عمرې اداکولو په نیت سعودي عربستان ته ولاړ
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ولسمشر داکتر اشرف غنی احمدزی نن(د لړم ۳) سهار مهال د عمري د اداکولو په نیت سعودي عربستان ته روان شو.
نوموړی به د حج پر اداکولو سربېره د سعودي عربستان له ولیعهد او د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره وگوري او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه به ورسره خبرې وکړي.
له ولسمشر احمدزي سره په دې سفر کې لومړی مرستیال ستر جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال انجنیر محمدخان، د ولسمشرځانگړی استازی احمد ضیا مسعود او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکې ملگرتیاکوي.
ولسمشر اشرف غني احمدزي د افغانستان خلکو ته ژمنه کړې وه، چې لومړنی بهرنی سفر به یې بیت الله شریف ته د عمرې د اداکولو په نیت تر سره کیږي.
د یادونې وړده، چې د عمرې له ادا کولو وروسته به نوموړی چین ته د یو پلاوي په مشرۍ سفر کوي.