سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر: د ټاكنو تر سره كېدل حتمي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر وايي، د راتلونكو ټاكنو د نه تر سره كېدو لپاره هڅې د هېواد په ګټه نه دي او د ټاكنو تر سره كېدل حتمي دي.

د راتلونكو ټاكنو پر امنيتي حالت سر له اوسه اندېښنې موجودې دي، خو د هرې ورځې په تېرېدو سره ټاكنو ته ور نږدې كېږو.

كه څه هم ځينو افرادو او ډلو د غونډو په جوړولو سره ناامني پلمه كوي او تر ۲۰۱۸ كال پورې يي د ټاكنو د ځنډ غوښتنه يي وكړه، خو ولسمشر حامد كرزي د شنبې په ورځ ( د وږي ۱۶ ) په كابل كې په ډاګه كړه، چې د ټاكنو د نه تر سره كېدو لپاره هڅې د هېواد په ګټه نه دي.

همدارنګه ولسمشر زیاته کړه، چې د ټاكنو تر سره كېدل زمونږ ټولو برحقه غوښتنه ده او بايد ضرور ټاكنې تر سره شي، او دا هڅې، چې ټاكنې تر سره نه شي، د افغانستان په ګټه نه دي. زما دنده دا ده، چې په ټاكنو كې په بشپړ ډول بې پرې ووسم او دولت د ټاكنو په چارو كې لاسوهنه ونه كړي.

بلخوا د ټاكنو د خپلواك كميسيون د بهرنيواړيكو مسئول فريد احمد افغانزى وايي، د ټاكنو لپاره لازم چمتوالى لري. ټاكل شوې د دوشنبې په ورځ ( د وږي ۲۵ ) د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د نوماندانو لپاره د معلوماتي ټولګو د وېشلو لړۍ پيل شي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون مسئولين وايي، په دې ټولګو كې د ټاكنو په باب پوره معلومات ځاى شوي دي.

په داسې حال كې، چې احتمال لري د ولسمشريزو ټاكنو د نوماندانو شمېره له لسو واوړي، خو د افغانستان د رڼو ټاكنو د بنسټ مسئول نعیم ایوب زوی وايي، كه سياسي ګوندونه وكړاى شي د نوماندانو شمېره كمه كړي، دا به غوره كړنه وي.

ټاكل شوې د ۱۳۹۳ كال د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو د نوماندانو د نوم ليكنې پروسه د وږي په ۲۵ پېل او د تلې په ۱۴ پاى ته ورسېږي.

Trending

Exit mobile version