تازه خبرونه
افغان ولسمشر غني د مونشن په امنیتي ناسته کې وینا کوي
د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر به د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د افغانستان د امنیت په اړه د ناستې گډونوالو ته د خپل هېواد د امنیتي حلاتو په اړه وینا وکړي.
د چارو یو شمېر کتونکی وایي، ولسمشر باید د افغانستان د امنیتي ستونزو ته د سیمه ییز او نړیوال حل غوښتنه وکړي.
افغان ولسمشر به په خپل دوه ورځني سفر کې د مونشن امنیتي ناستې ته وینا وکړي او د دغې ناستې له یو شمېر گډونوالو سره هم وگوري.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې د مونشن کنفرانس بحثونه د تروریزم په وړاندې پر مبارزې، د کډوالۍ پر ناورین، سیمه ییز ثبات، د ناتو پر راتلونکي او اقلیمي وضعیت راڅرخي؛ خو ولسمشرغني به د افغانستان د امنیت په اړه په کې خپله نظریه وړاندې کړي.
په دې سفر کې له ولسمشر سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، امنیتي سلاکار حنیف اتمر او د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار محمد همایون قیومي ملتیا لري.