سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر له پاکستان څخه کابل ته راستون شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر پاكستان ته له دوه ورځينې سفر وروسته د سه شنبې په ورځ ( د وږي ۵ ) له غرمې وړاندې كابل ته ستون شو.

كه څه هم پاكستاني چارواكو د لومړي ورځې په خبرو اترو كې د افغانستان د سولې په بهير كې پر خپلې همكارۍ ټينګار كړى خو تر اوسه د دوهمې ورځې د خبرو اترو په باب رسنيو ته جزئيات نه دې وركړي.

افغان چارواکي په تېره يوه لسيزه كې له پاكستان څخه د سولې په برخه كې د همكارۍ غوښتنه كوي، چې په همدې موخه افغان ولسمشر دغه هېواد ته خپل شلم سفر هم تر سره كړ.

كه څه هم پاكستاني چارواكو افغان ولسمشر ته د سفر په لومړى ورځ د همكارۍ ژمنې وركړي، خو سیاسي كارپوه احمد سعیدي او د کابل پوهنتون استاد سید مسعود دغو ژمنو ته د شك په سترګه ګوري.

د افغان ولسمشر او پاكستاني چارواكو د لومړۍ ورځې له خبرو اترو داسې ښكاري، چې پاكستاني لورې د افغانستان سولې په باب نوې ژمنې نه دي كړي.

د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ په دی باور ده، چې د پاكستان لومړي وزير نواز شريف او ولسمشر آصف علي زرداري پخوا هم ورته ژمنې كړې وې او اوس يې هم پخوانۍ ژمنې تكرار كړې دي.

دا ښكاره ده، چې افغان ولسمشر د دې له پاره پاكستان ته سفر كړى تر څو له پاكستاني چارواكو وغواړي، چې د وسله والو طالبانو مشران د سولې خبرو ته چمتو كړي، خو پوښتنه دا ده، چې په پاكستان كې شته نا امنيو ته په كتو ايا اسلام آباد د دې توان لري، چې وسله وال طالبان خبرو ته چمتو كړي؟

پاكستان ته د افغان ولسمشر په وروستي سفر كې، چې څه نوي وو هغه د اقتصادي تړون لاسليك كول، چې له مخې به يې پاكستان د كنړ پر سيند د برېښنا د بند په جوړلو، له چمن څخه تر كندهار او له پېښور څخه تر جلال اباد پورې د اورګاډي د پټلۍ په غځولو او د تورخم جلال اباد د دوهم سړك په جوړلو كې همكاري كوي.

داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې افغان ولسمشر د خپل سفر په دوهمه روځ د اسلام آباد په مري سيمه كې له پاكستاني چارواكو سره د تړولو دروازو تر شا خبرې اترې كړې دي.

كه څه هم د دغې ناستې په باب جزئيات نه دې وركړل شوي، خو ويل كېږي، چې د افغانستان د سولې بهير د دغې ناستې اصلي اجنډا وه.

Trending

Exit mobile version