تازه خبرونه
افغان ولسمشر له چین سره د پراخو اړیکو له رامنځته کولو خبر ورکوي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د چین نړیوالو اړیکو د مطالعاتو په انستیتوت کې یې وینا کوله؛ د افغانستان او سیمې پر موخو، ستونزو، گواښونو، اطلاعاتو او ځواکمنې ټینگار څرگند کړ.
ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د اقتصادي بنسټونو پر ودې د ټینگار تر څنگ وویل:
د افغانستان د طبیعي او جیولوژیکي سرچینو درېیمه برخه سروې شوې، چې ارزښت له یو څخه تر درې تریلیون دالرو اټکل شوی دی.
هغه په افغانستان کې د سولې او اوربند په اړه د ملي وحدت حکومت هڅې ارزښتمنې و گڼلې.
همدارنگه ولسمشر، چي د چین په شینهوای پوهنتون کې خبرې کولې؛ د اورېښمو لار رغونه یې د سیمې د ثبات لپاره گټوره وگڼله.
دغه راز یې د هېواد د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت د څواکونو له ځواکمنۍ یادونه وکړه او ویلي یې دي، چې افغان امنیتي ځواکونه د پخوا په پرتله اوس پیاوړی، مجهز او متعهید شوي دي.
ښاغلي غني د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو، افغان او چیني زدکوونکیو پوښتنو ته د ځواب تر څنگ د سترې محکمې په شورا کي د یوې ښځي له ټاکلو هم خبر ورکړی دی.
ټاکل شوې، چې نن پنجشنه(د لړم اتمه) به افغان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزی د چین تین جین ښار ته سفر وکړي او هلته به په بېلابېلو برخو کې د شوې پانگوني لیدنه وکړي.