سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر نوی ښوونيز کال په رسمي توګه پرانيست

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ ( د وري ۲ ) نوى ښوونيز كال د ښونځي د زنګ په كړنګولو سره په رسمي توګه پرانيست.

هغه چې، په دې مناسبت د اماني ليسه كې جوړې شوې غونډې ته خبرې كولې، د پوهنې مخالفين یې هغه شغالان وبلل، چې د ده په خبره ښوونځيو ته به د افغان زمريو زده كوونكو د تګ مخه ونه شي نيولى.

هغه په دې وېنا کی که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نکړ خو، د پوهنې دښمنانو ته یی خبردارى وركړ، چې كله به هم دې لار كې بريالي نه شي.

همدارنګه شاوخوا یوولس میلیونه زدکوونکو ته د زدکړې د زمینې برابرول د افغان ولسمشر د حکومت لویه لاسته راوړنه ده سره لدی، چې اوس هم یو اعشاریه درې میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه محروم دي.

كرزى، چې د واك موده يي پاى ته رسېدونكې ده، یو ځل بیا یی هېوادول پوهنې ته و هڅول او نوموړی د سولې د پروسې ژر پېل ته هيله من ښكاري.

Trending

Exit mobile version