سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر هڅه کوي، چې له افغان امنيتي بنسټونو سره د چين همكاري را جلب کړي
افغان ولسمشر به چين ته د خپل څلور ورځيني سفر په لړ كي د چين له حكومت سره د دواړو هېوادونو ترمينځ د دوه اړخيزه همكاريو په پراختيا خبرې وكړي.
ويل كېږي، چي په دغه سفر كي به د چين او افغان چارواكو تر منځ د افغانستان د امنيتي ځواكونو سره د همكارۍ په برخه كي هم خبرې وشي او همدا راز به افغان ولسمشر د اسيا او اروپا يوې ګډې جوړېد ونكې غونډه كې هم خبرې وكړي.
ولسمشر حامد كرزى به چين ته د دغه څلور ورځني سفر پر مهال د چين له ولسمشر، لومړي وزير او د دغه هېواد له سوداګرو او شرکتونو سره وګوري.
هغه زياته کړه، د دې تر څنګ ولسمشر کرزى به د ايرو اېشيا اقتصادي فورم په پرانيستونکې غونډه کې هم ګډون وکړي.
د دغه سفر پر مهال به د افغانستان او چين تر منځ پر دريو تړونونو لاسليک هم وشي.
د ولسمشر د وياند مرستيال فايق واحدي وايي:
په تړونونو کې د بنديانو تبادلې، د پوهنتونونو تر منځ د همکاريو زياتول او د ٢٠٠ ميليونه چيني يوان بلا عوضه مرستې شاملې دي.
د ښاغلي واحدي په وينا د افغان ولسمشر په دغه سفر كې به هڅه وشي، چې له افغان امنيتي بنسټونو سره د چين همكاري راجلب شي او دغه همكارۍ به له دوه زره پنځلسم كال وروسته عملي بڼه غوره كړي.
د سياسي چارو كارپوه غفور احمد جاويد په دې باور دی، چې له چين سره د افغانستان دوستې او نږدې اړيكې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي.
له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د کانونو وزير وحيدالله شهراني، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ارشاد احمدي، په نړيوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار يحيى معروفي، د ولسمشر د دفتر رئيس کريم خرم او د ولسمشر وياند اېمل فيضي شامل دي.
د يادونې ده، تېر کال هم ولسمشر حامد کرزي چين ته سفر کړى و.