سیمه ییز خبرونه
افغان ولسمشر په فراه کې د وروستي ډله ییز ځانمرګي برید د قربانیانو له کورنیو سره وکتل
د فراه ولايت خلكو افغان ولسمشر حامد كرزي ته له امنيتي ارګانونو شكايت وكړ، چې په وېنا يې د تېرې اوونۍ له ډله یيز مرګوني بريد څخه يې هېڅ كشفي معلومات نه درلودل.
تېره اوونۍ په فراه كې د وسلوالو مخالفينو په ډله بيزو ځانمرګو او وسله والو بريدونو كې شا او خوا يو سلو پنځوسو كسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د فراه ولايت ځانمرګي او وسله وال هم مهاله بريدونه، چې په ننګرهار كې پر كابل بانك او يو شمېر نورو بريدونو را وروسته تر ټولو خونړی بلل شوی دی.
افغان ولسمشر حامد كرزى د قربانيانو له كورنيو سره د ليدنې په موخه فراه ته تللى و.
خلكو ولسمشر حامد كرزي ته له امنيتي ارګانونو سخت شكايت وكړ او زياته يې كړه، چې امنيتي مسئولين د بريدونو په باب معلومات درلودل خو د مخنيوي لپاره يې جدي هڅې ونه كړې.
ولسمشر له خلكو سره ژمنه وكړه، چې پېښه به جدي څېړي او له ناغېړه مسئولينو سره به قانوني چلند كوي.
ولسمشر كرزي د پېښې د قربانيانو له خپلوانو سره ژمنه وكړه، چې د هغه له ځانګړي ملاتړه به برخمن وي.
په همدې وخت كې د هغې سيمې په څو كيلو مترۍ كې، چې افغان ولسمشر خلكو ته خبرې كولې، څو راكټ هم را پريوتل.
د فراه ولايت د تېري چهارشنبې په بريدونو كې دوه شپېته كسان وژل شوي او اتيا ټپيان شوي دي.