سیمه ییز خبرونه

افغان ولسمشر ډاډه ندى، چې پاكستان ته به يې سفر د سولې د ټينګښت په برخه كې مثبته پاېله ولري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال کې، چې د ازمويل شوي ازموينه خطا ده، خو افغان ولسمشر حامد كرزى پاكستان ته د سفر په ترڅ كې د افغانستان د سولې په برخه كې د اسلام آباد رښتينې همكاري ازمايې، له ډېرې مودې را په دې خوا افغانستان له پاكستان څخه غواړي، چې په خپله خاوره كې د ترهګرو پټنځايونه له مېنځه يوسي او د دوى له خاورې پر افغانستان بريدونه بند كړي.

د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو د مشرانو چمتو كول هم د افغانستان يوه بله غوښتنه ده، چې نوره لرغونې كېږي.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، ډاډه نه دى، چې پاكستان ته به يې سفر د سولې د ټينګښت په برخه كې مثبته پاېله ولري.

بلخوا په پاكستان كې د افغانستان سفير بيا ټينګار كوي، چې  د وسله والو طالبانواو نورو ترهګرو ډلو مشران په پاكستان كې اوسېږي.

په پاكستان كې د افغانستان سفير عمر داود زى وایی:

افغانستان په دې برخه كې ثبوت لري، چې وايي، د وسله والو طالبانو او نورو هغو ترهګرو ډلو مشران په پاكستان كې اوسېږي، چې پر افغانانو ترهګريز بريدونه تر سره كوي.

په همدې حال كې د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز احمد چاودري بيا وايي، چې په دغه سفر كې به د افغانستان د سولې پر بهير ټينګار وشي.

د افغان ولسمشر حامد كرزي سفر دا ښكاره كوي، چې د دواړو هېوادونو مشرتابه د ښو اړيكو غوښتونكي دي. په دغه سفر كې به د افغانستان د سولې پر هغه بهير ټينګار وشي، چې پاكستان يې لا له وړاندې څخه د ملاتړ اعلان كړى دى.

بلخوا په پاكستان كې د افغانستان سفير ويلي، چې پاكستان ته د افغان ولسمشر حامد كرزي سفر په دې معنا دى، چې افغان حكومت يو ځل بيا د پاكستان نوى حكومت ازمايې تر څو د افغانستان د سولې له بهير څخه د شعار په بڼه ملاتړ كوي كه دا ځل دغه ملاتړ عملي دي.

Trending

Exit mobile version