تازه خبرونه

افغان ولسمشر ژمنه وكړه، چې ژر به د بې كوره شويو خلكو د سرپنا ستونزه حل كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر حامد كرزي ويلي، چې د بدخشان په ارګو ولسوالې كې دې د جسدونو د لټون عمليات دوام ومومي.

ولسمشر حامد كرزى د بدخشان د ارګو ولسوالې هغه سيمې ته ورسېد، چې په دې وروستيو كې د غره د ښوويدو په پېښه كې په كې ګڼو كسانو ژوند له لاسه وركړ.

ولسمشر حامد كرزى د بدخشان د پېښې ځاى ته له شپږ ورځو وروسته ورغى. هغه د قربانيانو له كورنيو سره په كتنه كې ويلي دومره مرستې ترلاسه شوې،چې د دوى د كورونو، خوراكي موادو او وسايلو د نشتوالي ستونزه په بشپړه توګه حل كړي.

ولسمشر وايي، تراوسه د بدخشان له خلكو سره د مرستې په موخه اووه سوه زره ډالره مرسته راټوله شوې او يو ميليون يوازې هندوستان مرسته كړې.

نوموړى همدارنګه وايي، پردې سربېره د افغانستان دولت هم دغه زيانمنو سره د مرستې په موخه څلور ميليون ډالره ځانګړي كړي دي.

ولسمشر د قربانيانو كورنيو غړو ته ژمنه وركړې، چې مرستې به په شفاف ډول ووېشل شي، چې د دغه كميسيون مشري يې د كليو پراختيا وزير ويس برمك ته سپارلې ده.

ولسمشر حامد كرزى په دې سفر كې ژمنه وكړه، چې ژر به په دغه سيمه كې د بې كوره شويو خلكو د سرپنا ستونزه حل كړي. چارواكي وايي، په دې پېښه كې سلګونو كسانو ژوند له لاسه وركړى دى.

Trending

Exit mobile version