سوداگري

افغان پانګوال نړیوالو مارکیټونو ته لاسرسی نلري

Published

on

 نږدې دوه اوونۍ کیږی، چې امریکا د افغانستان له بانکونو او خصوصي سګتوره بندیزونه لرې کړي؛ خو افغان پانګوال اوس هم ندي توانیدلي، چې نړیوالو مارکیټونو ته لاسرسی پيدا کړي.

د افغانستان د خصوصي سکتورغړي وایي؛ اوس هم توانیدلي ندي، چې د افغانستان سوداګریزې اړیکې د نړۍ  له مارکیټونو سره تنظيم کړي.

دوی څرګندوي؛ نږدې دوه اوونۍ کیږي، چې امریکا د افغانستان پر اقتصادي نظام د بندیزونو د لرې کولو خبر خپور کړ؛ خو افغان سوداګر او پانګوال اوس هم د پخوا په څېر د پيسو د لېږد له ستونزو سره مخ دي.

د خصوصي سکتور غړيو په ډاګه کړې؛ که د پيسو د لیږد ستونزه حل نشي، ښایي د افغانستان اقتصادي ماشین له سقوط سره مخ شي.

د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده وایي: اوس هم د پخوا پڅېر په ستونزه کې یوو. ما له امریکا څخه د ۶۰ زره ډالرو پر ارزښت مال غوښتی؛ خو پيسې نشم استولی امریکایان باید له افغانانو سره نور ظلم ونکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو هم ویلي، چې د خپلو سوداګریزو توکو د پيسو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی له د افغانستان بانک څخه د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي۔

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: مونږ له د افغانستان بانک څخه هیله لرو، چې د خصوصي سکتور د بانکي ستونزو د اوارۍ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ تر سره کړي، چې په مارکیت کې کوم بحران رامنځته نشي.

د افغانستان بانک چارواکي هم  د خصوصي سکتور د بانکي ستونزو د اوارولو له هڅو خبره کوي او زیاتوي؛ د افغانستان بانک رهبري غواړي، چې اوسنۍ  ستونزې ژر حل کړي.

د افغانستان بانک ویاند محمد صابر مومند وایي: مونږ په دې هڅه کې یوو، چې وکولی شو د هېواد د خصوصي سکتور او تولو هېوادالو ته د پخوا پڅېر بانکي خدمتونه وړاندې کړو او دا ستونزه به ژر حل شي.

د اقتصادي چارو کار پوهان هم  د افغانستان بانک له رهبرۍ غواړي، چې د شته ستونزو د اوارولو لپاره هڅې ګوندۍ کړي، چې مارکیت د توکو له کمي وژغورل شي.

Trending

Exit mobile version