لوبی
افغان پلاوي د المپیک نړیوالې کمېټې له چارواکو سره وکتل
اسوشیټیډ پریس څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامی امارت به افغان ورزشکارانو ته اجازه ورکړی، چی په نړیوالو لوبو کی برخه واخلی.
تېره پنجشنبه د افغانستان اسلامي امارت ګومارل شوي پلاوي په قطر کې د المپیک نړیوالې کمېټې له چارواکو سره وکتل.
د افغانستان اسلامي امارت د بدني روزنې او سپورت چارسمبالي انجنیر نظرمحمد مطمتین پر مشرۍ یوه پلاوي د المپیک د نړیوالې کمېټې له مسوولینو سره وکتل.
د المپیک نړیوالې کمیټې (آی او سي) او د آسیا المپیک شورا (آی او سي) ژمنه کړې، چې د افغان لوبغاړیو او روزونکیو لپاره به د روزنې زمینه برابره کړي.
د یادې کمېټې د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د المپيک نړيوالې ټولنې مسوولينو له افغان المپيک سره د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او څرګندوي، چې د افغان ورزشکارانو لپاره به ورزشي وسايل برابر کړي.
د افغانستان د المپيک ملي کمېټې د بدني روزنې او ورزش چارسمبالي د المپيک نړيوال سازمان او آسيايي المپيک د مسوولينو له دغې هڅې هرکلى وکړ او له قطري المپيک څخه يې هم مننه وکړه، چې د دغو غونډو لپاره يې زمينه برابره کړې ده.
نوموړي زیاته کړې؛ د المپیک نړیوالې کمېټې او متحدینو یې ژمنه کړې، چې د افغانستان له المپیک سره به هراړخیزې مرستې روانې ساتي.
له بلې خوا د المپیک نړیواله کمېټه په پام کې لري، چې افغانستان ته د بدني روزنې د وضعیت د لیدلو او څېړلو لپاره یو باصلاحیته استازی راواستوي.
دغه راز دې څانګې ملي ټیمونو ته د بورسونو ژمنه هم کړې ده.
د بدني روزنې ریاست وايي، په بېلابېلو ورزشي برخو کې د ملي لوبډلو لپاره د سکالرشیپونو د پروګرامونو ژمنه هم شوې او په دې اړه پرېکړه شوې، چې د افغانستان د المپیک ټاکنې دې د المپیک له منشور سره سم ژر تر سره ترسره شي.
همدارنګه په تېرو درې مياشتو کې د هېواد د بدني روزنې د بېلابېلو څانګو ورزشکارانو د افغانستان لپاره د پاکستان او ترکيې له سياليو څخه ښې پايلې ترلاسه کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اشرف غني له تېښتې او د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د بدني روزنې او سپورت المپیک کمېټې پخوانی مشر له هېواده تښتېدلی دی.