تازه خبرونه

افغان پلاوي د چین د کانونو همکاریو پراختیا په کنفرانس کې ګډون وکړ

د کانونو وزارت د شنبې پر ورځ( د لړم دولسمه ) ویلي، چې د افغان هب اکسیم شرکت مشر، چې د دې غونډې همغږي کوونکی و؛ د دغه کنفرانس موخه په افغانستان کې د یوه مجهز لابراتوار جوړول، د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو لوړول، د کانونو وزارت کارمندان د افغانستان د منرالونو په سکټور کې د پانګوالو هڅول پر ګوته کړي دي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۳, ۱۴۰۳

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال حسامالدین صابري د یوه پلاوي پر مشرۍ د چین د هونان ولایت د کانونو همکاریو پراختیا په کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د کانونو وزارت د شنبې پر ورځ( د لړم دولسمه ) ویلي، چې د افغان هب اکسیم شرکت مشر، چې د دې غونډې همغږي کوونکی و؛ د دغه کنفرانس موخه په افغانستان کې د یوه مجهز لابراتوار جوړول، د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو لوړول، د کانونو وزارت کارمندان د افغانستان د منرالونو په سکټور کې د پانګوالو هڅول پر ګوته کړي دي.

په دې کنفرانس کې چینایي پانګوالو هم د کانونو په سکټور کې لکه د سرو زرو، مسو، میکا ( ابرک)، تالک، تېلو او ګازو، لیټیم، سرپ او جست ځینو شرکتونو د سروې، اکتشاف، ډیزاین، پروسس او د لابراتوار جوړونې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او په افغانستان کې یې د کانونو د قرارداد د طرزالعمل په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه.

حسام‌الدین صابري دغه راز د افغانستان د طبیعي زیرمو د تړونونو او د پانګونې د فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې او د دغه ډول پروګرامونو ترسره کول یې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره اغېزمن وبلل.

Trending

Exit mobile version