تازه خبرونه
افغان پلاوی د ازبکستان له سفره بریالی راستون شو
د افغانستان اسلامي امارت یو څو کسیز پلاوي د جمعې پر ورځ ازبکستان ته خپل یو ورځنی سفر د لومړي وزیر د دوه یم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پر مشرۍ پای ته رسولی او د سوداګریزو اړیکو په ګډون یې د هغه هېواد له چارواکو سره پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث او خبرې کړې دي.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټ کې په ډاګه کړې، چې د ازبکستان له چارواکو سره یې د سوداګرۍ د پراخولو، ټرانزیټي آسانتیاوو، روغتیایي او سرحدي همکاریو، د سرخان او پلخمري ترمنځ د ۵۰۰ کیلوواټه برښنا مزي او له مزار څخه کابل او بیا د پاکستان تر پېښوره د اوسپنیزې کرښې د غزولو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي دي.
مجاهد زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو اړوند استازیو په راتلونکي ژمي کې افغانستان ته د اړتیا وړ لومړنیو سوند توکو د سوداګرۍ پر پراخولو هم بحث او خبرې کړې دي.
دغه راز د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې دواړه لوریو پر سرحدي امنیت، د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، روغتیایي همکاریو، انرژۍ او ټرانزیټ بحث او خبرې کړې دي.
مجاهد څرګنده کړې؛ دغه راز ازبکستان او افغانستان ګډې کاري ډلې هم جوړې کړي، چې د اړوند پروژو په اړه د دوه اوونیو په اوږدو کې خپل عملي پلان هېوادنیو مشرانو ته وړاندې کړي، چې پروژې پیل او تر سره شي.
ازبکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي له تګ مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته تللی و. په پام کې ده، چې درې ورځې وروسته د افغانستان اسلامي امارت یو پلاوی مسکو ته په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ شي.
