تازه خبرونه

افغان پوځیانو ته د حزب اسلامي پر مرکزونو د نه برید حکم شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان پوځیانو ته امر شوی،چې ګلبدین حکمتیار پهمشرۍ د حزب اسلامي پر پوځي مرکزونو برید ونکړي او که هغوی ته ګواښ متوجه وي د دفع کولو لپاره دې ترې ملاتړ وکړي.

افغان ولسمشر ټولو امنیتي ارګانونو ته امر کړی،چې د حزب اسلامي پوځي مرکزونه په نښه نه کړي او د یادې ډلې د وسلوالو د ادغام او د وسلو د تسلیمیدو د بهیرامنیت دې هم ونیسي.

محمد اشرف غني تېره شپه دا امر د یوه فرمان له لارې ورکړی او د ملي امنیت شورا یې موظفه کړې،چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او متحده ایالتونو له تور لیسته د ګلبدین حکمتیار د نوم د لیرې کولو لپاره ګام پورته کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي،چې ملي امنیت شورا موظفه ګڼل شوې،چې په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي او افغان پوځیانو ته هم د یاد بهیرد امنیت د خوندیتوب مسوولیت ور په غاړه شوی دی.

د ولسمشر غني د دغه فرمان له مخې، اجرائیوي شپږ کسیز کمیسیون،چې په کې د حزب اسلامي او دولت استازي شته؛له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک اجرا کیدو ته ورپېژندل شويدياو د ملي امنیت له شورا غوښتل شوي،چې د حزب اسلامي او د دغه ګوند د مشرانو پر وړاندې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره اقدام وکړي.

د ولسمشر غني په فرمان کې ویل شوي دي،چېد افغانستان حزب اسلامي د اساسي قانون او نورو قوانینو د احکامو له مخې له ټولو مدني او سیاسي حقونو برخمن دی او د ګوندونو د قانون  او د هېواد د نورو قوانینو په رعایت سره کولی شي سیاسي فعالیت وکړي او د دغه ګوند غړي کولی شي د افغانستان په هره برخه کې آزاد ژوند وکړي.

د دغه فرمان په یوې بله برخه کې راغلي، چې حزب سلامي دې خپل پوځي تشکیلات او تحرکات ودروي او لغوه کړي او ټول بندیان،چې ور سره دي، باید افغان دولت ته وسپارل شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، د حزباسلامي او دولت تر منځ د سولې د هوکړه لیک د اجرا کولو کمیسیون به د سې شنبې په ورځ کار پیل کړي.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم هم وایي،چې د سولې هوکړه باید ژر پلېشي او د ولسمشر لخوا صادر شوی فرمان د سولې د هوکړې لپاره یو مهم ګام دی.

محمد امین کریم د جګړې دوام افغان وژنه بولي او ټینګار کوي،چې زیات طالب مشران له دولت سره خبرو ته چمتو شوي دي.

د مدني ټولنو د مجتمع رییسعزیز رفیعي وایي، د حکومت لخوا د اسلامي حزب مشر او غړیو ته د قضایي خوندیتوب پرېکړې مدني ټولنې اندېښمنې کړي دي.

د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې هوکړه لیک د تلې په لومړی نېټه لاسلیک شو،چې شپږ څپرکي او ۲۶مادې لري. د ګلبدین حکمتیار حزباسلامي دطالبانو، حقاني شبکي او داعش تر څنک څلورمه یاغي ډله وه،چې په وروستیو کلونو کې یې د دولت پر وړاندې پوځي تحرکات کړي دي.

Trending

Exit mobile version