تازه خبرونه

افغان پوځ ته د هند پر مرستو طالبانو نیوکه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

طالبان له هند څخه غواړي، چې افغان پوځ ته دې نظامي تجهیزات نه ورکوي؛ ځکه د دوی په وینا دا د افغانستان له جګړه ځپلي هېواد سره “واضح دښمني” ده.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان په ښکاره د هند پر مرستو نیوکه کوي او وایي؛ هغه وسلې او الوتکې، چې هند د افغانستان پوځ ته ورکوي، د افغانستان پوځ یې پر ملکیانو کاروي او د خلګو کورونه او نور ملکي تاسیسات پرې ویجاړوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې طالبان دغه عمل پر سختو ټکو غندي.

هند په دې ورستیو کې د افغانستان پوځ ته څلور ام ۲۵ چورلکې ورکړې، چې له افغان ځواکونو سره د هغوی په ځمکنیو عملیاتو کې مرسته وکړي.

هندي رسنیو تېره میاشت په ډاګه کړې وه، چې د افغانستان ملي وحدت حکومت د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر هند ته په خپل سفر کې له دغه هېواده د پوځي مرستو د ډېرولو غوښتنه کړې ده.

دغه راز هند ته په خپل سفر کې د افغانسنتان د پوځ ستر درستیز قدم شاه شهیم له دغه هېواده د پوځي مرستې غوښتنه کړې او په دې اړه یې مثبت ځواب تر لاسه کړی دی.

هندي چارواکو، چې د نوم له خپرولو یې ډډه کړې وایي؛ هند له کابل سره د پوځي مرستو د پراختیا غوښتونکی دی.

د یادونې وړ ده، چې هند هرکال د افغان ملي امنیتي ځواکونو په سلګونه سرتېري په خپلو پوځي اکاډمیو کې هم روزي.

Trending

Exit mobile version