تازه خبرونه

افغان پوځ د خپلو وړتياوو د ښودلو په منظور پوځي مانورې وكړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په دغو مانورو كې له درندو او سپكو وسلو كار واخيستل شو. د پوځ مسئولين وايي، كه ټاكنې دوهم پړاو ته ځي نو دوى يې امنيت ته تيار دي. د دغو پوځي مانورو ليدو ته لوړ پوړې دولتي چارواكي هم ورغلي وو.
افغان پوځ خپله هوايي او ځمكنۍ وړتيا وښودې او پوځي مانورې او تطبيقات یی وکړل. په دې مانورو كې سپكې او درندې وسلې و ازمويل شوې.
د لوی درستیز شیر محمد کریمي په وینا زغروال ټانګونه او درندې وسلې ځكه نندارې ته وړاندې شوې او پوځي تطبيقات يې وشول، چې افغان پوځ دوهم پړاو احتمالي ټاكنو ته چمتوالى وښيي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان پوځ لاهم د هوايي ځواك او درندو وسلو له كمي سره مخامخ دى.
په همدې حال كې افغان پوځ د روان كال تر پايه د ټول هېواد امنيتي مسئوليت پر غاړه اخلي.

Trending

Exit mobile version