تازه خبرونه

افغان ځواكونه اوس د دې توان لري، چي د جګړې مشري پر غاړه واخلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي دفاع وزير وايي، چي افغان ځواكونه اوس د دې توان لري، چي د جګړې مشري پر غاړه واخلي او د ترهګرو پر وړاندې په يوازې ودرېږي.

افغان ځواكونه به تر راتلونكي څلور مياشتي پوري په بشپړه توګه امنيتي چارې پر غاړه واخلي او نړيوال ځواكونه به هم  د ۲۰۱۴ كال تر پايه له افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان د ملي دفاع وزير  بسم الله محمدي وايي:

افغان ځواكونه اوس پياوړي شوي او په يوازې كولاي شي، چي د تر هګرو پر وړاندي ودرېږي، خو نوموړی د پرمختللو وسلو او هوايي ځواك نيمګړتيا د افغان پوځ پر وړاندې تر ټولو لويه ستونزه ګڼي.

په همدې حال كي په سويل كي د ۲۰۵اتل د قول اردو قوماندان عبدالحميد حميد وايي، چي د زابل د خاك افغان ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو په ولكه كې ده او د دغه ولايت ۱۱ نورې ولسوالۍ د لوړو  ګواښونو سره مخامخ دي.

نوموړي هم له پوځ سره د هوايي ځواك او پرمختللو وسلو د كمښت له امله اندېښنه لري.

۲۰۵ اتل قول اردو د كندهار، زابل، اورزګان او دايكندي ولايتونو د يو څلوېښتو ولسواليو امنيتي چارې په غاړه لري، چې له دې جملې څخه د زابل د خاك افغان ولسوالي د وسله والو په ولكه كې ده او يوولس نورې ولسوالۍ له لوړو امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان همدارنګه وايي، چي په دې وروستيو كي د سهيل په زون كي نا امني او د وسله والو مخالفينو بريدونه زور اخستی وه او په سلو كي شپېته بهر ني ترهګر په جګړه كي له دوی سره  ښكېل وه.

Trending

Exit mobile version