سیمه ییز خبرونه

افغان ځواكونه اوس هم په خپلو پښو د دريدو ستونزې لري- چك هيگل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا دفاع وزير چک هیگل كنگرس ته په خپل(د افغانستان د امنيت او ثبات پر لوري پرمختگ) نومي ۱۲۳۰ گزارش كې په ډاگه كړې، چې:

كه څه هم سږ كال د وسلوالو مخالفينو په بريدونو كې ۶ سلنه لږوالى راغلى؛ خو د افغان ځواكونو تلفات څه نا څه اتيا سلنه ډېر شوي دي.

د افغان امنيتي ځواكونو پياوړتيا په بشپړه توگه د ډاډ وړ نه ده او د تل پاتې پرمختگ او پياوړي كولو لپاره يې د نړيوالو پاملرنې ته اړتيا په ځاى پاتې ده. د ۲۰۱۴م كال په پاى كې د ناتو ځواكونو د ماموريت په ترسره كيدو او د نړيوالې ټولنې له مرستو او مشورو پرته به دغه ځواكونه د له منځه تلو له خطر سره مخ شي.

د امريكا د دفاع وزارت په وړاندې شوي گزارش كې راغلي، چې افغان امنيتي ځواكونه دمگړۍ ۹۵ سلنه عادي عمليات او ۹۸ سلنه ځانگړي عمليات تر سره كوي.

د تېر كال په پرتله د دښمن په بريدونو كې شپږ سلنه لږوالى راغلى دى. ۱۲ سلنه په امنيتي او ۲۲ سلنه په لاس د جوړو شوي چاوديدونكيو توكو په پېښو كې لږواى رامنځته شوى دى.

د ناتو په مشرۍ د ائتلافي ځواكونو په تلفاتو كې ۵۹سلنه لږوالى راغلى، خو د تېر كال په پرتله د افغان ځواكونو تلفات ۷۹ سلنه ډېر شوي دي.

د دغه گزارش پر بنسټ د دولت وسلوال مخالفين په هغو ليرې پرتو سيمو كې، چې عنعنوي ځواك يې خوندي پاتې دى، لاسته راوړنې لري.

په دغه گزارش كې دا گواښ هم په ډاگه شوى، چې له پاكستان سره دذ سرحدي پولو په غرنيو سيمو كې القاعدې شبكې خپل شتون ساتلى دى.

د امريكا د دفاع وزير په دې اند دى، چې د القاعدې غړي د پاكستان په ترتله دا سيمه د خپل پټنځي په توگه د خوندي كولو په هڅه كې دي.

د يادونې وړ ده، چې نړيوال د ۲۰۱۴م كال ټاكنې او د تېرې لسيزې لاسته راوړنې د افغان امنيتي ځواكونو په ملاتړ او مشورې خوندي كوي او خپلې مرستې به جاري ساتي.

Trending

Exit mobile version