سیمه ییز خبرونه
افغان ځواكونو تر تمې ډېر پرمختگ كړى دى
په افغانستان كې د آيساف عمومي قوناندان وايي، افغان ځواكونه تر هغه ډېر پرمخ تللي دي، چي تمه يې کېده.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان الن د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي:
په راتلونکو دوو کلونو کې به په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو تر ټولو مهمه دنده دا وي، چې افغان ځواکونه وروزي، مشورې ورکړي او داسې وړتياوې ورزده كړي، چې د امنيتي مسئوليتونو د ترلاسه كولو لپاره اړين دي.
نوموړى زياتوي، چې افغان ځواكونو تر تمې ډېر پرمختگ كړى او د مسئوليتونو په ورسپارلو كې هم چټيكتيا راغلې ده.
جان الن همدارنگه وايي، (( افغان امنیتي ځواک د ظرفیت له لحاظه زموږ د وړاند وینو په پرتله ډېر پرمختگ کړی دی. زه له دې سره کومه ستونزه نه لرم، چې هغوی په ۲۰۱۳ کال کې د عملیاتو مشري پرغاړه اخلي.))
همدارنگه د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظیمی وايي:
د دې لپاره، چې په ۲۰۱۴ كال كې افغان ځواكونه د نړيوالو سرتېرو ځاى ونيسي اتيا سلنه عمليات د دوى په رهبرى ترسره كېږي.
د دغه وزارت وياند زياتوي، چې د افغان ځواكونو د مهارتونو او وړتياوو د لوړېدو له امله له دښمن سره په جگړه كې د دوى مرگ ژوبله ټيټه شوې ده.
عظيمي همداراز وويل، چې د د فاعي همكاريو، ترهگرۍ پروړاندې مبارزې او نورو مسايلو په برخه كې د افغانستان او پاكستان د لوړ پوړو دفاعي چارواكو خبرې روانې دي، خو تر اوسه په رسمي توگه په دې اړه كومه موافقه نه ده شوې.
پاكستاني چارواكو د افغانستان د ملي دفاع وزارت له پلاوي سره يوځل بيا خپله هغه ليواتيا وښوده، چې د افغان ځواكونو د روزنې په برخه كې يې له څو كلونو را پدې خوا لري.
د امريكا د دفاع وزارت د پاکستان د دغه وړانديز هرکلى کړى دى.
د پېنټاگان وياند جورج ليټل ويلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نورو برخو ترڅنگ د پوځي روزنې په برخه کې همکاري گټوره او امريکا له ډېرې مودې راهيسې دې ډول همکاريو ته هيله منه وه.