سیمه ییز خبرونه
افغان ځواكونو ته د امنيتي مسئوليتونو د لېږدولو وروستى پړاو به ډېر ژر اعلام شي
د دفاع وزير افغان ځواكونو ته د امنيتي مسئوليتونو د لېږدولو تېر پړاوونه له لاس ته راوړنو ډك ګڼي او وايي، اوس افغان ځواكونه چمتو دي، چې د ټول هېواد امنيت وساتي.
د مخكيني مهال وېش له مخې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسئوليتونو لېږد په پنځو پړاونو كې بشپړېږي.
ناټو ځواكونه تر اوسه په تېرو څلورو پړاوونو كې اتيا سلنه د استوګنې له سيمو وتلي دي.
په ورته وخت كې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي په فارياب، جوزجان او سرپل كې د افغان ځواكونو د ارزونې په ترڅ كې د امنيتي مسئوليتونو د پنځم پړاو د پېلېدو خبر وركوي.
تمه كېږي، چې د ۲۰۱۳كال ترپاېه د دغه بهير پنځم پړاو هم تطبيق او د افغانستان د ټولو سيمو امنيتي مسئوليت افغان ځواكونو ته وسپارل شي.
د دفاع وزير وايي، افغان ځواكونه چمتو دي، چې د ټول افغانستان امنيتي مسئوليتونه پرغاړه واخلي.
د پاكستان په خاوره كې د ترهګرو خوندي پټنځايونه د افغان چارواكو يوه دايمي اندېښنه ګڼل كېږي.
د دفاع وزير هم د پاكستان لاسوهنه د افغانستان د ثبات په برخه كې جدي ننګونه ګڼي.
افغان پوځي چارواكي په داسې حال كې د امنيتي مسئوليتونو د لېږد د پنځم پړاو د پيل خبر وركوي، چې تر اوسه هم په پرمخ تللو او درندو وسلو د افغان ځواكونو نه سمبالتيا د يوې لويې اندېښنې په توګه پرځاى پاته ده.