تازه خبرونه
افغان ځواکونه به د افغانستان له هوايي ډګرونو پخپله ساتنه کوي ـ اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت ځواکونه به پخپله د هېواد له هوایي ډګرونو ساتنه کوي؛ خو له نورو هېوادونو سره یې یوازې پر تخنیکي مرستو خبرې کیږي.
قطر او ترکیې په وروستیو میاشتو کې لهاسلامي امارت سره د افغانستان د هوايي ډګرونو د چلولو په برخه کې د مرستې لپاره خبرې کړې دي؛ خو تر اوسه کومې هوکړې ته ندي رسیدلي.
راپورونه وايي، چې قطر او ترکیه غواړي د هوايي ډګرونو د ساتنې لپاره خپل پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي: ځواکونه به مو د هوايي ډګر امنیت ډاډمنوي؛ خو خبرې به یوازې د تخنیکي مسلو په اړه وي.
تېره میاشت بي بي سي یو ویډیوي راپور ورکړی و، چې قطري ځواکونه یې د کابل په هوايي ډګر کې ښودل او هغه مهال حکومتي چارواکو ویلي وه، چې هغوی د خپلو تخنیکي ځواکونو ساتنه کوي.
کارپوهان وړاندیز کوي، چې د قطر او ترکیې لپاره به ستونزمنه وي، چې له اسلامي امارت سره تړون وکړي، چې پرته له پوځي شتونه هواي ډګرونه رهبري کړي.
د سیاسي چارو کارپوه عبدالولي فیروز ویلي: که قطري او ترکي ځواکونو ته اجازه ورکړ شي، چې د هوايي ډګرونو امنیت برابر کړي، الوتنې به بیا پیل شي او دا به له هغو کسانو سره هم مرسته وکړي، چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.
د افغانستان د درېیمې لارې په نوم د یوې سیاسي ډلې غړی خلیل احمد ندیم وايي، دغه هوکړه لیک به له هېواده د نشهيي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې هم مرسته وکړي.
له دې مخکې د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي وه، چې د افغانستان د هوايي ډګرونو په اړه له هېوادونو سره هر ډول هوکړه د ملي ګټو پر بنسټ کېږي.
