تازه خبرونه
افغان ځواکونه د افغانستان پر اویا سلنه برخه ولکه لري-جنرال دنفورد
جنرال جوزف دنفورد د سنا د وسلوالو خدماتو کمیتې ته د وینا پرمهال همداراز یادونه وکړه، چې وسلوال طالبان د دې هېواد د قلمرو له درې پر یوې برخې ولکه لري.
جنرال دنفورد د افغانستان د جګړې د روان حالت د ارزونې په ترڅ کې وویل، افغان ځواکونه او وسلوال مخالفین دواړه د خپلې ولکې لاندې سیمو کې په ولاړ حالت کې دي؛ خو یادونه یې وکړه، چې که افغان ځواکونه د امریکا او د امریکا د متحدانو له خوا پرلپسې مرستې او ملاتړ ترلاسه کړي، نو ښايي وکولی شي د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي.
هغه دغه راز په ډاګه کړه، چې افغان ملي امنیتي ځواکونه اوس هم د پوځ په ځینو مهمو صنفونو لکه د هوايي ځواک، د ځانګړیو عملیاتو او استخباراتو په برخو کې هغه وړتیا نه لري، چې باید درلودای یې؛ نو،ځکه د نوموړي په وینا دولتي سرتېرو ته له وسلوالو مخالفینو سره په جګړو کې زیات تلفات اوښتي، هومره، چې د امریکا لپاره د منلو وړ نه دي.