سیمه ییز خبرونه
افغان ځواکونه پیاوړي دي او د هر ډول کړکېچ د مخنیوي وړتیا لري
له بهرنیو ځواکونو څخه افغان لوري ته د مسئولیتونو د لېږد د کمیسیون مسئولین وايي، افغان امنیتي ځواکونه د ټولو مسئولیتونو اخيستلو ته د چمتو کېدو په حالت کې دي.
له بهرنيو ځواکونو څخه افغان لوري ته د امنیتي مسئولیتونو د لېږد د کمیسیون مشر ډاکټراشرف غني احمدزى وايي:
راتلونکى ٢٠١٤ کال کې به افغانستان له هېڅ ډول بهران سره مخ نه شي.
نوموړي دغه څرګندونې دسې شنبې په ورځ ( د غویی ۳۱ ) په ننګرهار پوهنتون کې، هغه کنفرانس کې وکړې، چې پکې د پوهنتون لسګونو استادانو او محصلينو برخه اخستې وه.
اشرف غني وویل، افغان ځواکونه پیاوړي دي او د هرډول کړکېچ د مخنیوي وړتیا لري.
نوموړی وايي، دمګړۍ د هېواد اتیا سلنه امنیتي چارې د افغان فوځ په لاس کې دي او ډېرژر به د پاتې سیمو امنیتي چارې هم افغان فوځ ته وسپارل شي.
اشرف غني همدارنګه وايي، ټول وګړي دې په راتلونکې لسو مياشتو کې د عاقلانه سياست څخه کارواخلي، ځکه چې د افغانستان د ټولو وګړو پر وړاندې يوه لویه چاره د ټاکنو رامخې ته کېدل دي.
نوموړی زیاتوي په هېواد کې يوې سياسي اجماع ته سخته اړتيا ده.
اشرف غني پرټولو افغانانو غږ وکړ، چې د هېڅ ستونزې په اړه دې اندېښنه نه کوي او په راتلونکو ټاکنو کې دې په پراخه کچه برخه واخلي.
اشرف غني همدارنګه په ډاګه کړه، چې موږ باید د۲۰۱۴کال پرځای د نولسم او څلور ویشتم کال په اړه فکر وکړو او ټول دې د خپلو ملي ګټو لپاره کار وکړو.
اشرف غني په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې له ۲۰۱۴کال وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه خلک اندېښمن شوي او ډېر خلک په دې بارو دي، چې حالت به خرابېږي، خو د چاروکارپوهان وايی، که د فساد مخه ونیول شي او ټاکنې په سمه توګه تر سره شي هېڅ ستونزه نشته.
