تازه خبرونه

افغان ځواکونو ته د بګرام پوځي او هوایي اډې د سپارلو چارې پیل شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۰)

د افغانستان د نړیوالو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي او هوايي مرکز بګرام اډه کې یو شمېر سرچینو خبري رسنیو ته ویلي، چې د افغانستان دفاع وزارت ته د دې اډې د سپارلو لوژستیکي کارونه له دوشنبې راپدیخوا پیل شوي دي.  

د بي بي سي د راپور له مخې؛ د افغانستان دفاع وزارت هم منلي، چې ډېر ژر به د دې سترې هوايي او پوځي اډې ټول مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

بګرام اډه د بهرنیو ځواکونو د مېشتیدو، قومندې او هوایې عملیاتو مرکز پاتې شوی او په تېرو دوه لسیزو کې د امریکا ولسمشران، امنیتي او پوځي چارواکي هم افغانستان ته د خپلو سفرونو پر مهال همدلته تم شوي دي.

په همدې هوایې او پوځي اډه کې د بګرام مشهور زندان هم جوړ شوی دی، چې وار د مخه یې مسوولیت افغان لوري ته سپارل شوی.

په پام کې ده، چې د بګرام د څه نا څه درې میلیون ډالرو پر ارزښت واړه، غټ، ارزان او ګرانبیه وسایل او تجهیزات افغان لوري ته وسپارل شي.

د پروان ولایت د بګرام هوايي  او پوځي ۶۰ اکاله مخکې د پخواني بادشاه محمد ظاهر د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې او اوس د سیمې په کچه له پرمختلليو  امکاناتو برخمنه ده.

دغه راز د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د سیمې خلکو ویلي، چې هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ ټرکونه له منځه وړل کیږي او نظامي تجهیزات له قرارګاه وځي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د وروستيو رسمي احصائیو له مخې، تر دې دمه سي ـ ۱۷ الوتکې ۱۶۰ باره بېلابېل پوځي تجهیزاتو له افغانستان څخه ایستلي او له ۱۰۰۰۰ ډېر تجهیزات د ویجاړولو لپاره په افغانستان کې د امریکا دفاعي تدارکاتو ادارې ته سپارل شوي دي.

د یادونې ده، چې د توغندیو د له منځه وړلو له سیسټم پرته، چې خورا ګرانبیه سیسټم دی؛ بګرام هوایي او پوځي ډګر له نورو ټولو تجهیزاتو سره افغان لوري ته سپارل کیږي.

Trending

Exit mobile version