تازه خبرونه
افغان ځواکونو د سیمه ییز قومندان علیپور پوځي اډه ونیوله
حکومتي ځواکونو د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د قومندان عليپور نظامي اډه او د مهماتو یوه زیرمه ترلاسه کړي دي.
د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له چورلکې نسکورولو وروسته د دغې ولسوالۍ امنیتي وضعیت جګړه ییز شوی او امنیتي ځواکونو په کې د غچ اخیستنې چاڼیز عملیات پیل کړي دي. په تېره لږ تر لږه څلور ورځنیو عملیاتو کې د دوشنبې پر ورځ په ډاګه شوې، چې د قومندان علیپور نظامي اډه د حکومتي ځواکونو لخوا ونیول شوه او د مهماتو ډیپو یې د اردو لخوا ویجاړ شوې ده.
د ولي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي؛ د بهسود په حصه ی اول ولسوالۍ کې د اردو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د عليپور د وسلوالږ تر کنټرول لاندې څو نور واحدونه هم ویجاړ شوي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د دغې پېښې په غبرګون کې څرګنده کړې؛ په بهسود کې د نظامي چورلکې نسکورېدل یو جنایت دی او د اردو د پیښې عاملینو ته به سزا ورکړشي.
نوموړي ویلي؛ پر هغه شپه په بهسود ولسوالۍ کې د چا پر وړاندې هیڅ ډول پوځي عملیات پلان شوي نه ول؛ د ۴ پیلوټانو او د ځانګړې قطعې د پېنځه سرتېرو وژنه ښکاره جرم دی. د دې جرم عاملین باید مجازات شي.
د ولسي جرګې غړي محمد علی اخلاچي ټینګار کړی، چې د بهسود امنیتي وضعیت اوس نورمال دی او عامه ډیپلوماسي د دې شخړې پای ته رسولو یوازنۍ لار ده.
حکومت د قومندان علیپور د نیولو هڅې کوي.
د اردو چولکه د قومندان علیپور جنګیالیو ویشتلې؛ د چورلکې ۴ کارکوونکي او پېنځه سرتېري یې وژلي او د حکومت عملیات به هم د دوی د څرګندونو له مخې تر هغې روان وي، چې غچ یې واخلي.
